ډېر لوستل شوي

د راستنو شويو پانګوالو د ملاتړ بهیر؛ اووه راستانه شوي سوداګر د صنعت‌کارانو په توګه تثبیت شوي

د صنعت او سوداګرۍ وزير نورالدين عزيزي په مشرۍ د راستنو شويو سوداګرو او صنعت‌کارانو د اسانتیاوو د رامنځته کولو د پلاوي غونډه ترسره شوې ده.
ياد وزارت وايي، په دې غونډه کې له ایران او پاکستانه د راستنو شويو اته تنو سوداګرو او صنعت‌کارانو اسناد څېړل شوي، چې په بېلابېلو تولیدي او صنعتي برخو کې پانګونه کوي.
د اسنادو له ارزونې وروسته، د طرزالعمل له مخې اووه تنه د صنعت‌کار او سوداګر په توګه تثبیت شوي، چې د هغوی د پانګونې ټولیز ارزښت له ۲۶ میلیونه امریکایي ډالرو زیات دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر ټینګار کړی، چې یاد پلاوی د راستنو شويو سوداګرو او صنعت‌کارانو لپاره د اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه فعالیت کوي او تاييد شوي کسان به له ټاکل شوو امتیازاتو برخمن شي.

اړوند خبرونه