د اسلامي امارت لوړپوړي غړي حافظ انس حقاني د خوست د «جامعه نورالقران» د يو شمېر فارغانو په مراسمو کې ويلي، چې اسلامي امارت د سمې عقيدې په برکت د نړۍ زبرځواکونو ته ماتې ورکړې او واک ته رسېدلي دي.
ښاغلي حقاني ټينګار کړی: “دغه عقيده بايد د علم له ترلاسه کولو سره يوځای وساتل شي، علماء کرام بايد له ولس سره ښه چلند وکړي، ځانونه لوړ ونه ګڼي او د خلکو خادمان واوسي.”
نوموړي زياته کړې، که څه هم اسلامي امارت د علماوو حکومت بلل کېږي، خو بايد له دې نسبته ناسمه ګټه وانهخلي او د اسلام پيغام د علم، تواضع او ښو اخلاقو له لارې نړۍ ته ورسوي. په همدې مراسمو کې د دفاع وزارت د لوی درستيز مرستيال مالي خان صدیق ديني عالمان اړ بللي، چې د ولس ستونزې په رښتينې توګه مسوولينو ته ورسوي او چارواکي خپلو دندو ته متوجه وساتي، څو د خلکو ستونزې د نظام د کمزورۍ لامل نه شي.

