ډېر لوستل شوي

د افغان کارګرو د حقونو او د کاري ځواک د تبادلې په موخه د ایران رسمي پلاوی کابل ته راغی

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د ایران یو رسمي پلاوی د دغه هېواد د تعاون، کار او ټولنیزې هوساینې وزارت د مرستیال سید مالک حسيني په مشرۍ کابل ته سفر کړی دی.

ياد وزارت ویلي، چې د دغه سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د کاري اړیکو پیاوړتیا، د کاري ځواک تبادله، د حرفوي او فني زده‌کړو د پراختیا څرنګوالی، په ایران کې د مېشتو افغان کارګرانو د حقونو خونديتوب او د یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو ارزونه ده. چارواکي زیاتوي، چې دا ډول سفرونه کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د کاري همکارۍ د لا پراختيا او د افغان کارګرانو د ستونزو د هواري په برخه کې اغېزمن رول ولوبوي.

اړوند خبرونه