له افغان شخصيتونو سره د اړيکو کمېسيون او د افغاني سرې مياشتې ټولنې رييس شيخ شهابالدين دلاور راستنو شويو افغان شخصيتونو ته د خونديتوب کاروتونو د ويشلو پر مهال ويلي، چې دا هېواد یوازې د یوه کس نه دی، بلکې هر افغان دلته د ژوند کولو حق لري.
د اميد راډيو خبريال په دې مراسمو کې د ښاغلي دلاور په حواله ويلي، چې اوسنی اسلامي نظام په افغانستان کې بېساری دی او د ټولو افغانانو غوښتنې یې پوره کړې ده. نوموړي زياته کړې، په تېرو ۴۷ کلونو کې هېواد ټوټه ټوټه و او هرې سيمې خپل حکومت درلود، خو اوس له پنځو کلونو راهیسې په افغانستان کې یو واحد اسلامي حکومت واکمن دی چې د خلکو ملاتړ له ځانه سره لري.

