ډېر لوستل شوي

ملا عبداللطیف منصور د کلیو پراختیا وزیر او ملا محمد یونس اخندزاده د اوبو او انرژۍ وزیر په توګه ګمارل شوي

د اسلامي امارت وياند مولوي ذبيح‌الله مجاهد وايي چې د مشرتابه د حکم پربنسټ په دولتي لوړه کچه نوې ګمارنې شوې دي.

ښاغلي مجاهد د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، د اوبو او انرژۍ وزارت پخوانی وزیر ملا عبداللطیف منصور د کلیو د بیا رغونې او پراختیا د وزیر په توګه او د یاد وزارت پخوانی وزیر ملا محمد یونس اخندزاده د اوبو او انرژۍ د وزیر په توګه ګمارل شوي دي.

همدارنګه، د ټولګټو وزارت پخوانی مالي او اداري مرستيال ملا عبدالحق همکار د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراييوي رييس ټاکل شوی دی. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو پخوانی مرستيال قاري محمد یونس راشد د ټولګټو وزارت د مالي او اداري مرستيال په توګه ګمارل شوي دي.

د افغانستان برېښنا شرکت پخوانی عمومي اجراييوي رييس ډاکټر عبدالباري عمر بیا د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو د رييس په توګه ټاکل شوی دی. د ويلو ده، چې د اسلامي امارت مشرتابه د ښې حکومتولي د اصل د تطبيق په موخه وخت نا وخت ګمارنې کوي.

اړوند خبرونه