ډېر لوستل شوي

د مزارشریف‌–‌دره‌صوف سړک د ترمیم چارې ۴۲ سلنه بشپړې شوې

د ټولګټو وزارت په بلخ ولایت کې د خلکو د ټرانسپورټي ستونزو د حل او اسانه تګ‌ــ‌راتګ په موخه د مزارشریف‌–‌دره‌صوف سړک د ترمیم او داغګیرۍ چارو کې له پام وړ پرمختګ خبر ورکړی دی.

د ياد وزارت د رسنيو دفتر وايي، دغه پروژه د ۱۵۹ میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې، چې دا مهال ۴۲ سلنه عملي پرمختګ لري او چارې یې په چټکۍ سره روانې دي.

یاد سړک ۵۶.۳ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د مزارشریف اړوند د شولګرې ولسوالۍ څخه پيل او د سمنګان ولایت تر پولو پورې رسېږي.

په دې پروژه کې د سړک په ترمیم او داغګیرۍ سربېره، د یو شمېر پلګوټو او استنادي دېوالونو د ترمیم او بیا رغونې چارې هم شاملې دي، چې ټاکل شوې د یو کال په موده کې به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د ټولګټو وزارت ډاډ ورکوي چې د یادې پروژې په بشپړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو ټرانسپورټي ستونزې تر ډېره هوارې او اقتصادي او ټولنیز تګ‌ــ‌‌راتګ به اسانه شي.

اړوند خبرونه