د پاکستان د يو پخواني لوړپوړي حکومتي چارواکي او درې باخبره سرچينې تاييدوې چې اسلاماباد د یوې سترې پوځي معاملې وروستي پړاو ته رسېدلی، چې له مخې به یې شاوخوا ۱.۵ میلیارد امریکايي ډالر پوځي تجهیزات سوډان باندې وپلوري.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، په دې معامله کې ۱۰ د «کاراکورام–۸» ډول جنګي الوتکې، بېپیلوټه ۲۰۰ څارنیزې الوتکې (ډرونونه) او د هوايي دفاعي سیستمونو پلور شامل دی.
همداراز، د پاکستان یو متقاعد لوړپوړي پوځي چارواکي عامر مسعود ويلي، چې ښايي په دې تړون کې د چین او پاکستان په ګډه جوړې شوې JF-17 جنګي الوتکې هم شاملې شي.
تر اوسه د دې وسلو د سپارلو کره مهالوېش نه دی اعلان شوی، او نه هم د پاکستان د دفاع وزارت او پوځ په دې تړاو د رسنیو پوښتنو ته رسمي ځواب ورکړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې سوډان له څه باندې دوو کلونو راهیسې د دولتي ځواکونو او د «چټک غبرګون ځواکونو» په نوم د وسلهوالو ډلو ترمنځ په سختو او خونړیو نښتو کې ښکېل دی؛ هغه جګړه چې د زرګونو ملکي وګړو د مرګ او د میلیونو کسانو د بېځایه کېدو لامل شوې ده.

