ډېر لوستل شوي

ډاکټرعبدالطیف نظري: زده‌کړې د هېواد د روښانه راتلونکي بنسټ جوړوي

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال ډاکټر عبدالطیف نظري وايي، زده‌کړې او پوهه کولای شي د یوه هېواد د روښانه راتلونکي لپاره پیاوړی بنسټ کېږدي.

ښاغلي نظري دا څرګندونې د باختر خصوصي پوهنتون د زده‌کړيالانو د فراغت‌غونډې په مراسمو کې کړې دي. د اقتصاد وزارت مسلکي مرستيال د علم پر ارزښت ټينګار کړی او له فارغ شویو زده‌کړیالانو يې په خپلو اړوندو رشتو کې د لوړو زده‌کړې د تعقیب غوښتنه کړې، څو د مسلکي پوهې د پیاوړتیا له لارې د هېواد په پرمختګ کې ونډه واخلي.

اړوند خبرونه