ایران، روسیه، چین او سویلي افریقا، چې د امریکا له نږدې سیالانو او متحدینو څخه شمېرل کېږي، د سویلي افریقا په سمندري اوبو کې ګډ پوځي سمندري «مانور» ترسره کړی دی.
د امریکايي رسنۍ نیویارک پُست د راپور له مخې، دا پوځي تمرين د جمعې په ورځ پیل شوی او ټاکل شوې ده چې تر یوې اوونۍ پورې دوام وکړي.
یاد مانور د «برېکس پلس» تر نامه لاندې ترسره کېږي، چې موخه یې د سمندري ترانسپورټ خونديتوب، په سمندر کې د اقتصادي فعالیتونو ملاتړ او د ګډونوالو هېوادونو ترمنځ د عملیاتي همغږۍ پیاوړتیا بلل شوې ده.
د خپرو شويو معلوماتو له مخې، مصر او اتیوپیا په دې مانور کې د ناظرینو په توګه ګډون لري.
دا پوځي تمرين په داسې حال کې ترسره کېږي، چې امریکا تازه د بریتانیا په همکارۍ، له وينزويلا د تللې یوې روسي بېړۍ تر څو ورځني تعقیب وروسته، په نړیوالو اوبو کې توقیف کړې ده. له بلې خوا، د یاد ګډ پوځي تمرين ترسره کېدل د چین، روسیې او ایران او امریکا ترمنځ د روانو سیاسي او پوځي تاوتریخوالو په اوج کې، د نړیوالو شنونکو پام ځانته اړولی دی.

