ډېر لوستل شوي

تهران ته د عمان د بهرنیو چارو وزیر سفر؛ د واشنګټن پيغام يا د نظر تبادله؟

د ایران د کورنیو لاریونونو په حساسو شرایطو کې، د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر بن حمد البوسعیدی په رسمي سفر تهران ته تللی او د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سید عباس عراقچی سره یې خبرې کړې دي.
د عمان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو د تاوتریخوالي پر کمولو، د ډیپلوماسۍ او خبرو اترو پر ارزښت، او د متقابل باور د پیاوړتیا له لارې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د سوله‌ییز ګډ ژوند پر اړتیا ټینګار کړی دی.
د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو د منځني ختیځ پر روانو بدلونونو، سیمه‌ییز امنیت، د تاوتریخوالي د راکمولو هڅو او همدارنګه پر یو شمېر نړیوالو موضوعاتو هم بحثونه کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې عمان له دې وړاندې د ایران او امریکا ترمنځ د ایران د اټومي پروګرام په تړاو په خبرو اترو کې د باور وړ منځګړی رول لوبولی دی.
اوس، چې تهران امریکا د ایران د روانو اعتراضونو تر شا په لاس لرلو تورنوي، دا پوښتنه لا هم بې ځوابه ده چې ایا د عمان د بهرنیو چارو وزیر په دې سفر کې د واشنګټن کوم ځانګړی پیغام تهران ته رسولی او که نه.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي وو، هېواد یې که څه هم جګړه نه غواړي، خو د متقابل درناوي پر بنسټ هم په سیاسي خبرو اترو او هم په احتمالي جګړه‌ییزو سنګرونو کې له امریکا سره د مقابلې لپاره چمتووالی لري.

اړوند خبرونه