د ایران د بشري حقونو یوې څارونکې ډلې خبر ورکړی، چې د دغه هېواد په وروستیو ولسي لاریونونو کې لږ تر لږه ۵۰۰ تنه وژل شوي او تر ۱۰ زرو زیات کسان نیول شوي دي.
د بشري حقونو د څار ډلې «هرانا» د وروستیو معلوماتو له مخې ویلي، چې په دغو لاریونونو کې ۴۹۰ لاريونکوونکي او ۴۸ امنیتي کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، او شاوخوا ۱۰ زره او ۶۰۰ نور کسان نیول شوي دي.
تر دې دمه د ایران رسمي چارواکو د مرګژوبلې کره شمېر نه دی خپور کړی، خو د سپاه پاسداران اړوند یوه خبري اژانس د پام وړ مرګژوبلې پخلی کړی دی.
دغه اعتراضونه د ډېسمبر له ۲۸مې د خوراکي توکو د بیو د لوړېدو پر ضد پیل شوي، خو وروسته د ۱۹۷۹ کال د اسلامي انقلاب په پایله کې له رامنځته شوي مذهبي حکومت سره د مخالفت بڼه یې غوره کړې.
د ایران چارواکي ادعا کوي، چې امریکا او اسراییل د دغو ناارامیو تر شا لاس لري او د هېواد د بېثباته کولو هڅه کوي.
بلخوا، په تهران، مشهد او یو شمېر نورو ښارونو کې زرګونه کسان سړکونو ته راوتلي او د سیاسي بدلون غوښتنه کوي.
د ایران دولتي تلویزیون د وژل شويو امنیتي ځواکونو د جنازو ویډیوګانې خپرې کړې او ویلي یې دي، چې هغوی د وسلهوالو ترهګرو قربانیان دي.
په همدې حال کې، د ایران پخواني شهزاده رضا پهلوي له خلکو غوښتي، چې خپلو لاریونونو ته دوام ورکړي او سړکونه پرېنږدي.

