ډېر لوستل شوي

‏د هېواد په ګمرکونو کې په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول شوي

مالیې وزارت خبر ورکړی چې له تېرو دریو اوونیو راهیسې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول شوي دي.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې د کندهار، نیمروز، فراه او هلمند ولایتونو کې د هغو توکو د واردېدو مخه نیول شوې چې له ګمرکي محصول پرته په قاچاقي ډول افغانستان ته لېږدول کېدل.
د خبرپاڼې له مخې چې په نیول‌شویو توکو کې ۲۴۰۰۸ کیلوګرامه انساني طبي درمل، ۹۸۷۹ کیلو ګرامه چاکلېټ، ۷۲۷۵ کیلو ګرامه وریجي، ۴۳۲۰۰ کیلوګرامه مالګه، ۵۲۲۰ کیلوګرامه نوې البسه، ۲۱۰۰ کیلوګرامه رُب، ۲۸۵۶ کیلو ګرامه ملایي، ۱۸۲ کیلوګرامه د قیلون مواد، ۱۰۹۴۳ کیلو ګرامه د چیلم مواد او نور بېلابېل توکي شامل دي.
د مسوولینو په وینا چې په دې تړاو نیول شوي کسان اړوندو ارګانونو ته سپارل شوي دي.

اړوند خبرونه