د کابل ښاروالي وایي چې د ۱۶مې ناحیې په ۱۸ ام ګذر کې د یو تفریحي پارک د جوړولو چارې بشپړې شوې دي.
د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې چې په دې پروژه کې د لښتیو، احاطې دېوال، د وتلو او ننوتلو دروازو، پلیو لارو او د اوبو د یوې زیرمې جوړول، د یوې څاه کیندل، چمن کرل، د نیالګیو او زینتي بوټو کېنول او د اوږدو څوکیو او خځلټوکریو نصبول هم پکې شامل وو.
سرچینې لیکلي چې د دې پارک په جوړېدو سره به نه یوازې د ۱۶ مې ناحیې اوسېدونکي مناسب او سالم تفریحي ځای ته لاسرسی ومومي، بلکې د سیمې بڼه به لا ښکلې شي.
کابل ښاروالۍ همداراز لیکلي چې یاده اداره د ورته پروژو په پلي کولو سره یو زرغون، پاک او سالم چاپېریال رامنځتهکولو ته ژمنتیا لري.

