ډېر لوستل شوي

ټرمپ: د امریکا پوځ د ایران پر وړاندې د پوځي مداخلې ارزونه کوي

د امریکا متحده ايالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ وایي، چې هېواد یې په ایران کې د لاريونونو د مرګ‌ژوبلې په غبرګون کې د «قوي انتخابونو» ارزونه کوي، چې پوځي مداخله هم پکې شامله ده.
د الجزيرې شبکې د راپور له مخې، ټرمپ نن سهار د ایر فورس وان په الوتکه کې خبريالانو ته ویلي: “موږ دا موضوع په ډېر جدي ډول څېړو. پوځ پر ارزونه بوخت دی او ځینې ډېر قوي انتخابونه مو پر میز ایښي دي. په دې اړه به پرېکړه وکړو.”
ټرمپ همدارنګه ویلي، چې د ایران پر وړاندې د پوځي اقدام له ګواښونو وروسته، د دغه هېواد رهبرۍ د خبرو اترو غوښتنه کړې ده. د هغه په وینا، دا مهال د مذاکراتو لپاره د یوې ناستې د تنظیم هڅې روانې دي.
نوموړي زیاته کړې: “ممکن اړ شو، چې د کومې ناستې له ترسره کېدو مخکې اقدام وکړو.”
تر دې وړاندې، ټرمپ په تېرو دوو اوونیو کې لږ تر لږه درې ځله د امريکا متحده ايالتونو له لوري د ایران له حکومته غوښتي وو، چې پر لاريون‌کوونکو د قصدي بریدونو څخه لاس واخلي.
بلخوا، د ایران حکومت روان لاريونونه « ګډوډي او د عامه نظم خرابېدل» بللي او له خلکو یې غوښتي، چې لاريون‌کوونکو ته د عامه شتمنیو د ویجاړېدو اجازه ورنه‌کړي.

اړوند خبرونه