د ايران د بهرنيو چارو وزارت په خپل تازه اقدام کې د برېټانيا، المان، ايټاليا او فرانسې سفيران احضار کړي دي.
د تسنيم خبري اژانس د معلوماتو له مخې، چارواکو په ايران کې د روانو لاريونونو او تاوتریخوالي يوه ويډېو دغو سفيرانو ته سپارلې او ترې غوښتي يې دي، چې خپلو بهرنيو چارو وزيرانو ته دې ولېږي.
تهران دغه راز د يادو هېوادونو له سفيرانو غوښتي، چې ايران کې د لاريون کوونکو په تړاو وروستۍ څرګندونې بېرته واخلي. دا په داسې مهال ده، چې فرانسې، ايټاليا، المان او برېټانيا په ايران کې د لاريون کوونکو پر وړاندې د تهران حکومت چلند غندلی او يو شمېر هېوادونو د لاريون کوونکو ملاتړ اعلان کړی وو.

