ډېر لوستل شوي

ايراني فعالان: سټارلېنک ایران کې وړیا انټرنېټ فعال کړی

د ایران د پلازمېنې تهران په شمال کې اوسېدونکي وایي، امنیتي ځواکونه د سټارلېنک سپوږمکۍ انټرنېټ د وسایلو د موندلو په موخه اپارتمانونه پلټي.

اسوشیټېډ پرېس راپور ورکړی، چې که څه هم په ایران کې د سپوږمکۍ ټلوېزیوني ډېشونه ناقانونه بلل کېږي، خو بیا هم ګڼ شمېر خلک ترې کار اخلي.

د راپور له مخې، مدني فعالانو اسوشیټېډ پرېس ته ویلي چې سټارلېنک په ایران کې وړیا سپوږمکۍ انټرنېټ فعال کړی، ازمویل شوی او دا مهال کار کوي.

خو سټارلېنک تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه کوم غبرګون یا څرګندونې نه دي کړې. دا په داسې حال کې ده، چې په ایران کې د انټرنېټ محدودیتونه زیات شوي او حکومت د لاريونونو د لا سخت کنټرول هڅه کوي.

اړوند خبرونه