ډېر لوستل شوي

“له تېرې ادارې څخه پر نظام باندې د داخلي خصوصي بنسټونو ۳٫۳ میلیارد افغانۍ پور پرې شوی”

مالیې وزارت وایي چې له تېرې ادارې څخه په نظام باندې د داخلي خصوصي بنسټونو د پاتې پورونو څخه ۳،۳ میلیارډ افغانۍ ورکړل شوې دي. 

د دغه وزارت د اعلامیې له مخې چې د اسلامي امارت د مشرتابه له منظورۍ سره سم د مالیې وزارت لخوا له تېرې ادارې څخه په نظام باندې د یو شمېر خصوصي داخلي قرادادي شرکتو او حقیقي اشخاصو د پاتې طلباتو، تضمیناتو او تامیناتو د ورکړې لړۍ پیل شوې ده.

اعلامیه کاږي: “تر دې دمه د ټولو بودیجوي واحدونو د ټاکل شویو کمېټو له تثبیت او د مالیې وزارت له تایید وروسته شاوخوا ۱۷ زره قراردادي پورونه تثبیت شوي دي. له دې تثبیت شویو پورونو څخه د ۱۴۰۲ هـ.ل مالي کال له پیله د ۱۴۰۴ مالي کال د لیندۍ میاشتې تر پایه پورې د عمومي بودیجې له لارې ۳٫۳ میلیارد افغانۍ اړوندو حکمي او حقیقي اشخاصو ته تادیه شوي دي.”

د مالیې وزارت په اعلامیه کې همداراز ویل شوي، ټول هغه حکمي او حقیقي اشخاص چې له تېرې ادارې څخه یې پر نظام پور پاتې وي، کولای شي چې خپل اسناد د غوښتنلیک له لارې د اړوند وزارت له ټاکل شوې کمېټې سره شریک کړي.

سرچینې لیکلي چې د یادو پورونو تصفیه به د هېواد د اقتصادي ثبات او دوامدارې ودې لپاره مهم رول ولوبوي ځکه دا اقدام به د خصوصي بنسټونو مالي فشارونه راکم کړي، د سوداګریزو فعالیتنو د پياوړتیا زمینه به برابره کړي او د پانګوالو باور به زیات کړي.

اړوند خبرونه