د ایران هوایي حریم چې د امریکا د احتمالي پوځي برید د خطر له امله تړل شوی و، د چهارشنبې په ماښام شاوخوا له پنځو ساعتونو وروسته بیا پرانیستل شوی دی.
رویټرز خبري اژانس د امريکا د هوايي چلند ادرې په حواله راپور ورکړی چې د ايران هوايي حريم له پرانيستل کېدو وروسته د درېيو شرکتونو الوتنې شوې دي.
د راپور له مخې، د ایران هوایي حریم د تړل کېدو پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې د امریکا له لوري د راتلونکې ۲۴ ساعتونو لپاره د احتمالي پوځي برید خبرداری ورکړل شوی و. د ويلو ده، چې د ياد حریم له پرانیستل کیدو سره سم دا پوښتنه راپورته شوې چې آیا امریکا له خپل احتمالي بریده په شاه شوی که لا هم خطر شته؟

