ډېر لوستل شوي

هرات کې د شیرینیو جوړولو کارځایونو زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره کړې

د هرات ولایت مقام د رسنیو دفتر وایي، په دغه ولایت کې د شیرینیو جوړولو کارځایونو شاوخوا ۷ زره کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

د ياد دفتر د معلوماتو له مخې، په دغو کارځایونو کې بېلابېل ډوله شیرینۍ، لکه کیک، کلچې، خامه‌لرونکي کیکونه او نور محصولات تولیدېږي، چې د بازار اړتیاوې پرې پوره کېږي.

د هرات ولایت مقام زیاتوي، دا مهال په دې ولايت کې نږدې ۶۰۰ د کلچو او شیرینیو جوړولو کارځایونه فعال دي، چې په مستقیم او غیرمستقیم ډول یې سلګونو کسانو ته د کار فرصتونه برابر کړي دي. بايد وويل شي، چې د يادو مرکزونو فعالیت نه یوازې د کارموندنې په برخه کې مهم رول لري، بلکې د کورنیو تولیداتو د پیاوړتیا او د اقتصادي ودې لامل هم ګرځېدلی دی.

اړوند خبرونه