ډېر لوستل شوي

د ايران ګيلان کې د وروستيو لاريونونو ۵۰ تنه رهبري کوونکي نيول شوي

تسنيم خبري اژانس د ایران د ګیلان ولایت قوماندانۍ چارواکو په حواله ویلي، چې په وروستیو لاريونونو کې ښکېل ۵۰ تنه د تاوتريخوالي مشران نیول شوي دي.

د ګیلان قوماندانۍ په وینا، هغه کسان چې په ناآرامیو کې یې د «فتنه‌ګرۍ او ویجاړۍ» هڅې کړې، تر جدي څار لاندې دي او د هغوی د پېژندنې او نیولو لړۍ لا هم روانه ده.

يادې قوماندانۍ زیاته کړې، چې تر دې مهاله د یادو ناآرامیو په تړاو د نیول شویو کسانو شمېر له ۱۵۰۰ کسانو هم اوښتی دی. د ایران چارواکو ټینګار کړی، چې د عامه نظم د ګډوډولو او شتمنیو ته د زیان اړولو په قضیو کې به له ټولو ښکېلو کسانو سره د قانون له مخې چلند وشي.

اړوند خبرونه