ډېر لوستل شوي

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه؛ ښوراب کې د ملکي هوایي ډګر پر بېرته فعالولو بحث شوی 

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په نوبتي غونډه کې پر بېلابېلو بحث شوی دی.  

د اقتصادي معاونیت د خبرپاڼې له مخې چې په دې غونډه کې د هلمند ولایت ښوراب ملکي هوايي ډګر او هلته د شته سړې خونې د بېرته فعالولو، د باروړونکو وسایطو د نوبت قانون د تطبیق، په صنعتي پارکونو کې د ځمکې نرخونو د قسطونو وخت، د ولایتونو پر اساس د صنعتي پارکونو د ځمکو کټه‌ګوریو ټاکلو په اړه خبرې شوې دي.

سرچینې لیکلي چې په غونډه کې همداراز هېوادوالو ته د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو په موخه هغو پانګوالو ته د مالیاتي معافیت پر موضوعاتو هم بحث شوی چې په افغانستان کې نوې پانګونه کوي. په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې له بحث وروسته د یادو موضوعاتو د هراړخیزې څېړنې لپاره کمېټې ټاکل شوې، څو خپل راپورونه په ټاکلو نېټو د اقتصادي کمېسیون مجلس ته وړاندې کړي.

اړوند خبرونه