ډېر لوستل شوي

شاپور ځدراڼ د درملنې په موخه نن هند ته سفر کوي

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې پخوانی تېز توپ‌اچونکی شاپور ځدراڼ د درملنې په موخه هند ته د سفر په درشل کې دی.

د نوموړي ورور، غمي ځدراڼ پر خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي، چې د شاپور ځدراڼ د ویزې ستونزه حل شوې او نوموړی به نن رسماً د هند پر لور سفر وکړي. هغه له هېوادوالو غوښتي، چې د افغان کرېکټ د دې ستوري د بشپړې روغتیا لپاره دعاوې وکړي. شاپور ځدراڼ د وینې د سپینو کرویاتو د کمښت له ناروغۍ کړېږي او د افغانستان کرېکټ بورډ په همغږۍ د درملنې لپاره هند ته استول کېږي.

اړوند خبرونه