ډېر لوستل شوي

پر سترو ډیپلوماټیکو لاسته راوړنو پیل شوی نوی زېږدیز کال….


د نوي ۲۰۲۶ زېږدیز کال له پیل سره سم، د هېواد په ډيپلوماټیک ډګر کې یو ښکاره تحول لیدل کیږي. د نوي کال لا د لومړۍ میاشتې دویمه لسیزه نه ده پوره شوې، خو افغان حکومت پکې څرګندې درې لویې بریاوې لرلې. پوره لس ورځې وړاندې نوي ډيلي کې د افغان سفیر په توګه مولوي نوراحمد نور ورپېژندل او خپله دنده پیلول، (یاده دې شي چې ښاغلي نور تر سفارتي دندې وړاندې په بهرنیو چارو وزارت کې د لومړي سیاسي ریاست رییس و.)، په کرملین ماڼۍ کې ولادیمیر پوتین ته د افغان سفیر مولوي ګل حسن حسن له خوا د خپل باور لیک سپارنه او په تاشکند کې د بلاروس سفیر افغان سفیر ته د خپل هېواد له خوا د نویو ډيپلوماټیکو او اقتصادي همکاریو د فصل پرانیستې ژمنتیا؛ هغه درې لوی پرمختګونه دي چې د روان کال په یوازې شلو ورځو شپو کې ترلاسه شوي دي. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د روان زېږديز کال د جنورۍ په ١٦ مه د افغانستان سفیر ته د باورلیکونو د وړاندې کولو په مراسمو کې رسنيو ته ویلي “روسیه د یو متحد، خپلواک او سوله غوښتونکي افغانستان څخه ملاتړ کوي او د سیمه يیز ثبات، امنیت او رغنده تعامل په پیاوړتیا باور لري”.همدارنګه په روسیه کې د افغانستان سفارت ویبپانې لیکلي و،” روسیې فدراسیون کې د افغانستان د اسلامي امارت سفیر مولوي ګل حسن حسن په کریملین ماڼۍ کې په یوه رسمي مراسمو کې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته خپل باورلیک وړاندې کړ”

ښایي له ډېرو لوستونکو سره دا پوښتنه وي چې افغان حکومت څنګه د ډېرو د ذهنونو پر خلاف په اقتصادي او سیاسي ډګر کې بریاوې لري او څنګه یو بل پسې د پرمختګونو دروازې پرانیزي؟

ددغې سترې پوښتنې ځواب ښایي د ډېرو په ذهنونو کې په متفاوته ډول ځواب شي، خو ممکن ډېری لوستونکی او اورېدونکي دا ځواب قانع کړي چې د اسلامي امارت د متوازن، متقابل درناوی، ناپېیلی سیاست او اصولي دریځ هغه بنسټیز عناصر دي چې اوسنی حکومت یې په هر ډګر کې د بریا تر پولې رسولی دی. که د افغانستان سیاسي تاریخ مطالعه شي، نو په څرګنده به پکې ولیدل شي چې د افغان مرکزي حکومتونو د زوال او پرځېدو یو ستر لامل د متوازن سیاست نه ساتنه وه. خو اسلامي امارت د تېرو حکومتونو له ناکامیو په تجربې اوسمهال په کمساري ډول سیاسي توازن ته پام کړی دی. افغان حکومت له لومړۍ ورځې ویلي و چې له ټولو خواوو سره غوره اړیکې غواړي او د خپلواک هېواد په توګه نه غواړي چې د یوه هېواد د خوښۍ لپاره له بل هېواد سره اړیکې ترینګلې کړي. افغان حکومت وکولای شول چې د روسیې، چین او نورو ختیځو هېوادونو سربېره له امریکا او اروپا سره هم خپل ډیپلوماټیک چینلونه فعال وساتي.

دا چې تر دې دمه یو شمېر هېوادونو لا هم له افغان حکومت سره د ډیپلوماټیکې پوخلاینې هڅه نه ده کړې، دا د یادو هېوادونو ورانپوهاوی او توهمات دي چې د افغانستان او اوسني نظام په تړاو یې لري. روسیه هغه هېواد و چې د افغانستان ځمکني واقعات یې د سر په سترګو درک کړل او د افغانستان په تړاو یې پرېکړه د هغو موندنو پر اساس وکړه، کومه چې یې افغانستان کې ترلاسه کړې وه. مسکو لا پخوا ویلي و چې اسلامي امارت د افغانستان پر ټوله خاوره واکمن او ټاکونکی نظام دی او د سیمې په امنیت او همکارۍ کې یې ونډه فعاله ده. دا چې روسیې ولې د افغان حکومت په رسمیت پېژندنه کې وار لومړی کړ، لوی علت یې د افغانستان د ځمکنیو واقعاتو منل دي. همداشان د افغان حکومت له خوا په سیمه کې د فعالو هېوادونو تر څنګ د نړیوالې ترهګرۍ مخنیوی، د سیمې د امنیت ساتنه او له افغانستانه د نشه یي توکو د نه‌صادرولو هیله؛ هغه هیلې وې چې د روسیې په ګډون یو شمېر اسیایي هېوادونو لرلې، خو افغان حکومت لا پخوا دغو عناصرو ته پام کړی دی. د روسیې له خوا اسلامي امارت پر رسمیت پېژندنې دا هم وښوده چې یوازې امریکا او لوېدیځ نه شي کولای د هېوادونو رسمیت پېژندنې ټاپه له ځانه سره وساتي او هېوادونو ته نړیوال مشروعیت وروبښي.

د افغانستان او روسیې اقتصادي همکاریو غوړېدنه

له پاکستان سره د افغانستان د سوداګریزو ترینګلتیاوو وروسته افغان حکومت پرېکړه وکړه چې له یاد هېواد سره هر ډول سوداګري ودروي. دغې چارې افغان حکومت او افغان سوداګر اړ کړل چې د خوراکي او ناخوراکي توکو لپاره په منځنۍ اسیا کې بدیل مارکېټونه ومومي. افغان حکومت وکولای شول چې د منځنۍ اسیا د هېوادونو په ګډون له روسیې سره خپله راکړه ورکړه زیاته کړي. همدارنګه روسیه غواړي، افغانستان د سیمه‌ییز ټرانزیټ برخه شي؛ د انرژۍ، غلو دانو، او سوداګرۍ لارې فعالې کړي. مسکو داسې انګېري چې دا ګام به د نړیوال انزوا او اوسني جمود د ماتېدو پیل شي. روسیه کولی شي، افغانستان ته غنم، اوړه، تېل، ګاز، سرې او حتی تخنیکي توکي په اسانه او ارزانه صادر کړي او افغانستان د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا ترمنځ د ټرانزیټ برخه وګرځوي. د مسکو او کابل د اقتصادي همکاریو د پراختیا تر ټولو مهمه ګټه دا ده چې مسکو د افغانستان لپاره یو مهم سوداګریز بازار دی چې د اړینو توکو په رانیونه کې نسبتا ارزانه مارکېټ هم دی. له مسکو سره د اقتصادي اړیکو پراختیا سره ګمرکي عایدات زیاتیږي، د ټرانزېټ فیس لږ، د خوراکي او سون توکو بیې راټیټې او همدارنګه دا سوداګري له بانکي خنډونو هم پاکه ده.

له بلې خوا، د چارو د پوهانو په اند، د روسیې لخوا د اسلامي امارت پر رسمیت پېژندل، له افغانستان سره د اقتصادي او سیاسي همکاریو سربیره، د سیمې او نړۍ هیوادونو ته هم جلا او روښانه پیغامونه لري”.د روسیې لخوا د اسلامي امارت په رسمیت پیژندل مختلفو هیوادونو ته، په ځانګړې توګه اسلامي او د منځنۍ اسیا هیوادونو او چین ته څو پیغامونه لري. د روسیې له خوا اخیستي ګام د مرکزي آسیا هیوادونو لکه (ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان، قزاقستان او قرغزستان) ته وښووله چې د اسلامي امارت سره رسمي اړیکې نه یوازې شونې دي، بلکې د سیمه يیزو امنیتي ګټو او ټیکاو سره هم مرسته کوي.

د نړیوالو اړیکو د یو شمېر پوهانو له انده، د روسیې له خوا د افغانستان د رسمیت پېژندنه او له افغان حکومت سره سیاسي او اقتصادي نږدېوالی له ځان سره ننګونې هم لري. یوه تر ټولو ستره ننګونه د لوېدیځ له خوا د فشارونو او بندیزونو زیاتول دي خو د افغان حکومت د باتدبیره سیاست په مټ یاد فشارونه پڅېدلی شي. همداشان مخ پر ودو هېوادونو ته تل پکار ده چې د هېڅ ستر هېواد د ګټو قرباني نه شي، بلکې په خپل بهرني سیاست کې توازن خپل لومړیتوب وګڼي.

#امیدراډيو

اړوند خبرونه