ډېر لوستل شوي

افغانستان؛ هغه ځواکمن پُل چې اوږده واټنونه لنډولای شي….

په نړۍ کې د وسپنې پټلیو له ایجاد او کارونې شاوخوا دوې پېړۍ تېرېږي او د نړۍ نږدې هر هېواد اوس د وسپنې پټلۍ د لرلو له اړخه پر ځان بسیا دی. افغانستان کې هم د وسپنې د پټلۍ د غځونې مخینه یوې پېړۍ ته رسیږي. په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د شاه امان الله خان په وخت کې د وسپنې پټلۍ د غځونې چارې پیل شوې او په حکومتي کچه دغه لوی صنعت ته پام واوښته. خو بدبختانه وروستیو بدمرغیو او جګړو افغانستان ته دا مجال ور نه کړ چې دا صنعت په هېواد کې د پرمختګ لوړو پوړیو ته ورسوي. که د اسیا لویې وچې موصلاتي نقشه وکتل شي، نو په څرګنده ښکاریږي چې حتی ټول اسیایي هېوادونه د وسپنې پټلۍ په کرښو پوښل شوي دي، خو افغانستان او مغولستان هغه هېوادونه دي چې په دغه نقشه کې یې ونډه تته ده.

په افغانستان کې د وسپنې پټلۍ یو نوی صنعت دی او زمونږ هېواد لا هم ددې صنعت له اړخه له اداري، خدماتي، تخنیکي، څېړنیز او پراختیايي پلوه لومړني ګامونه اخیستي او لا هم دا بنسټونه پاخه او د پوره باور وړ نه دي. دا چې وسپنې پټلۍ غځول خورا لوړ لګښت غواړي، خو موږ لا هم د ډېرو او باوري ډونرانو په موندلو نه یو توانېدلي. همدارنګه د افغانستان د وسپنې د پټلۍ په برخه کې د بشري ځواک کمښت هم ترسترګو کیږي چې پر تخنیکي مطالعاتو او څېړنو یې ناوړه سیوری غوړولی دی. دې صنعت کې متخصصې کادري بشري سرچینې هم ډېرې کمې دي، دغه خلا ددې سبب کېږي چې په دې برخه کې فعالیتونه له خنډ او ځنډ سره مخ شي او ددې صنعت په لګښت کې زیاتوالی راولي.

له لسیزو وروسته دا دی د افغانستان د وسپنې پټلۍ خپلواکې ادارې پتېیلې چې په ټول هېواد کې د وسپنې پټلۍ شبکې رامنځته کړي او تر ۲۰۳۰ زېږدیز کال پورې په ټول هېواد کې د وسپنې شاوخوا ۵۰۴۰ کیلومټره سړک وغځوي او لومړنۍ چارې یې هم پیل شوې دي. لومړی به د افغانستان د وسپنې پټلۍ پر شته فرصتونو، پرمختګونو، شوي او نوي کار رڼا واچوو او پاتې بحث به له دې مبحث وروسته وغځوو. د افغانستان د وسپنې پټلۍ د خپلواکې ادارې په قول، د افغانستان اوسنۍ وسپنې پټلۍ لارې په څلورو دهلیزونو ویشل شوي دي. لومړی دهلېز، له شمال څخه شمال لوېدیځ لور ته غځول شوی، چې د کندز ولایت (شیرخان بندر) څخه پیل او د بلخ، جوزجان، فاریاب او بادغېس ولایتونو څخه په تېرېدو د هرات ولایت د تورغونډۍ په سوداګریز بندر پای مومي. د دې وسپنې پټلۍ په اوږدو کې د افغانستان مهم سوداګریز بندرونه موقعیت لري، چې افغانستان د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره نښلوي. په کندز کې د شیرخان بندر افغانستان له تاجکستان سره، په مزار شریف کې د حیرتان بندر افغانستان له ازبکستان سره، په فاریاب کې د اقینې بندر او هرات کې د تورغونډۍ بندر افغانستان له ترکمنستان سره نښلوي او د اسلام کلا په ګډون دا څلور بندرونه د وسپنې پټلۍ له اصلي کرښې سره یو ځای کېږي. تر اوسه پورې د حیرتان – مزارشریف وسپنې پټلۍ د ۷۵ کیلو مترو په اوږدوالي، د اقینې وسپنې پټلۍ د ۴.۵ کیلو مترو په اوږدوالي او د تورغونډۍ وسپنې پټلۍ د ۱۳ کیلو مترو په اوږدوالي جوړه شوې ده. یاده دې شي چې دا دهلیز د افغان دولت او د وسپنې پټلۍ خپلواکې ادارې په لومړیتوبونو کې ګڼل کیږي.

دویم دهلیز د لویدیځ دهلیز دی، چې له هرات څخه پیل او د فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، زابل، غزني، لوګر، کابل، پروان، بامیان او بغلان ولایتونو څخه په تېرېدو کندز ولایت سره وصلیږي. د دې دهلېز یوه برخه چې له هرات پیل د کندهار په سپین بولدک کې پای ته رسېږي، ټولټال ۱۱۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري. د وسپنې دا پټلۍ په هرات کې د اسلام قلعه، په نیمروز کې د زرنج، په هلمند کې د بهرامچې او په کندهار کې د سپین بولدک بندرونو څخه تیرېږي. د افغانستان د وسپنې پټلۍ د نقشې له مخې ددې بندرونو څخه د وسپنې پټلۍ هره کرښه د وسپنې پټلۍ له اصلي کرښې سره یو ځای شوې او تر ټولو اوږده د وسپنې پټلۍ له کندهار څخه تر سپین بولدک پورې غځېږي، چې ۱۰۷ کیلو متره اوږدوالی لري. ددې دهلېز دویمه برخه (ختیځ دهلېز) له کندهار څخه پیلېږي او په کندز کې پای ته رسېږي. د وسپنې دا پټلۍ د نقشې له مخې ۱۳۲۵ کیلو متره اوږدوالی لري.

درېیم دهلیز، د ختیځ دهلیز دی، چې د ننګرهار له تورخم بندر څخه پیلېږي او د هېواد تر پلازمینې غځېږي. د وسپنې پټلې د ادارې په وینا د تورخم – کابل – پروان – بامیان – بغلان- کندز د وسپنې پټلۍ کرښې تخنیکي او اقتصادي مطالعات بشپړ شوي دي.

څلورم دهلېز مرکزي دهلېز دی چې ۵۷۴ کیلومتره اوږدوالی لري، له هرات څخه پیلېږي، غور، دایکندي، بامیان، میدان وردګ څخه په تېرېدو په کابل کې پای مومي.

تر ۲۰۳۰ زېږدیز کال پورې ددغو شبکو پراخېدل به په اقتصادي او موصلاتي لحاظه افغانستان په پښو ودروي، خو یوه یادونه اړینه ده چې د وسپنې پټلیو لګښت نسبت عامو سړک جوړونې ته ډېره ګرانبیه ده او خورا لوړ لګښت غواړي. اړینه ده چې افغان حکومت د ډونرانو او همکارو هېوادونو په مرسته دا نقشه بشپړه کړي. له افغانستان سره د وسپنې پټلۍ په غځونه کې تر دې پخوا هم د اسیا پراختیایي بانک مالي ملاتړ کړی او همدارنګه سیمه ییز هېوادونه هم د افغانستان د وسپنې پټلۍ په پروژو کې ګډونوال وو. دا چې په افغانستان کې د وسپنې پټلۍ په ښه ډول وده نه ده کړې، تر ډېره یې لامل خپلمنځي ناخوالې او کورنۍ جګړې یادیږي. همدارنګه دې برخه کې د تېرو حکومتونو ناغېړي هم له پامه نه شو غورځولای. همداراز د افغانستان غرنیز جغرافیي جوړښت هم د وسپنې پټلۍ په غځونه کې ستر خنډ بلل کیږي.

 په دې وروستیو کې روسیې او ایران لېوالتیا ښودلې چې غواړي له افغانستان سره د وسپنې پټلۍ له لارې ونښلي. د ایران د وسپنې پټلۍ اجرایوي مشر جبار علي ذاکري، په خپلو څرګندونو کې ویلي و چې هېواد یې پر داسې طرحې کار کوي چې له مخې به یې د افغانستان له لارې له چین سره ونښلیږي. داسې ګومان کیږي چې تهران په دې هڅه کې ده چې له هرات څخه تر مزارشریف پورې به د رېل پټلۍ په مټ له چین سره وصل شي. یوه یادونه اړینه بولو چې دا څرګندونې لا هم د بحث او خاکې تر حده دي او په رسمي ډول د ایران حکومت په دې تړاو خپل دریځ نه دی روښانه کړی؛ خو د ګاونډیو هېوادونو لېوالتیا او په دې ډول پروژو کې شراکت له شک پرته کولای شي چې د افغانستان پخوانی برم او موقف راپورته او د اسیا پر څلور لارې یې بدل کړي.

د افغانستان له لارې د چین او ایران د نښلېدنې لېوالتیا او اړتیا

اوسمهال چین او ایران هغه هېوادونه دي چې تر ډېره د امریکا او لوېدیځ تر ډول ډول اقتصادي او سیاسي بندیزونو لاندې دي، چې په ځانګړي ډول تهران ته دغه خورا ځپونکي تمام شوي دي. د چین او ایران سوداګریزې اړیکې اوسمهال د سمندر له لارې تامینیږي چې نه یوازې دا لاره اوږده، ستومانونکي ده؛ بلکې ګرانبیه هم ده. چین د ایران د تېلو ستر خریدار بلل کیږي او همدې نفتو د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې پیاوړې کړي دي. دا چې چین د نړۍ تر ټولو ستر صنعتي هېواد بلل کیږي، نو طبیعي ده چې د یوه صنعتي هېواد لپاره تر هر څه ډېر د نفتو اړتیا حس کیږي؛ په همدې خاطر چین د ایران د نفتو ستر پېرېدونکی بلل کیږي. دا چې امریکا پر ایران سخت بندیزونه لګولي او د صادراتو په برخه کې له ستونزو سره مخ دی، خو چین دا بندیزونه یو اړخیز بولي او سوداګري ورسره مجازه ګڼي. ایران هم ددغو ستونزو په درک سره د افغانستان په ګډون د سیمې له هېوادونو سره د اړیکو په نوي کولو او همکاریو زیاتولو ټینګار کړی دی. ښایي همدا لامل وي چې ایران افغانستان د یوه نوي ترانزیټي دهلېز په توګه مهم بللی وي، چې کولای شي له چین سره ځانته د نښلونې تر ټولو لنډه او اغېزمنه لاره برابره کړي. ایران لا دمخه د خواف–هرات په رېللارې له افغانستان سره نښلول شوی، چې ټول اوږدوالی یې ۲۲۵ کیلومتره دی. تېره اونۍ د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت په خپل اېکس لیکلي و چې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند د ایران د وسپنې پټلۍ د ادارې له مشر سره کتلي. دغه معاونیت د ملا عبدالغني برادر له قوله لیکلي، چې نوموړي دوه کاله وړاندې دغه ډول طرحه د ایران ولسمشر ته سپارلې وه. که تهران په واقعي ډول وغواړي پر یادې پروژې کار وکړي، نو دا به نه یوازې کابل، بیجېنګ او تهران ته ګټوره وي، بلکې د سیمې اقتصاد به هم ورسره وده وکړي.

د افغانستان ستراتیژیک او جغرافیایي راپورته‌کېدونکی اهمیت

د سمندري لارو له کشف وړاندې په تاریخي لحاظ افغانستان د نړۍ له خورا اغېزمنو او کلیدي څلور لارو څخه ګڼل کېده. له دې لارې به یونان، روم او اوسنۍ اروپا ته د چین او هند مالونه انتقالېدل او یو وخت همدا هېواد د هند دروازه هم ګڼل کېده. د سمندري لارو په کشف او سیاسي اړودوړ سره د افغانستان موصلاتي ځمکنۍ لارو اهمیت یو څه پیکه کړ؛ خو داسې ښکاري چې افغانستان بیا ځلې یاد پخواني برم ته ستنېدونکی دی. دا چې افغانستان د منځنۍ اسیا، جنوبي اسیا او ایران په څلورلارې کې موقعیت لري؛ نو کولای شي له دې امتیاز څخه په اعظمي ډول پوره استفاده وکړي. دا مهال چې افغانستان له پوره سرتاسري امن برخمن دی او په هېواد کې واحد نظام واکمن دی، د لویو او متوسطو پروژو پلې کول پکې ارزښتمن او د هېوادونو په ګټه دی. اوسمهال هم په افغانستان کې د ټاپي په ګډون، د کاسا – زر برېښنا پروژې، ټرانس – افغان وسپنې پټلۍ او یو شمېر نورو پروژو چارې او یا یې هم د سکښت او عملي کولو چارې روانې دي. افغانستان یو ځل بیا د سیمې د هېوادونو پام ځان ته اړولی، ځکه هغوی غواړي د دې هېواد له ستراتیژیک موقعیت څخه ګټه واخلي.

د پوهنتون استاد، ادریس محمدي ځاځي امید راډیو ته په څېړنه خپرونه کې ویلي، چې ددې پروژو په رښتیني ډول پلې کېدل، کولای شي چې دمګړۍ ۸۰ سلنه دردونه او ستونزې حل کړي. نوموړي د وسپنې پټلۍ د ګټو په تړاو په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي و، « وسپنې پټلۍ د کالیو او اجناسو په لېږد کې رغنده رول لوبولی، هغه ډول چې ددې لارې خطر، مصارف او موانع لږ وي.» ددې خپرونې یوه بل مېلمه او د چارو کارپوه سید عبدالله صادق ویلي و چې ددې ډول پروژو د پلې کېدو امکان په تېرو شلو، دېرشواو څلوېښتو کلونو کې نه و. د نوموړي په قول افغانستان له پخوا راهیسې څلولارې وه، خو موږ ټرافیکي اشارې ورته نه لرلې. د نوموړي په ژبه چې موږ داسې رغنده تعامل، اقتصاد محوره پالیسي او د متقابل احترام اشارې نه لرلې چې له هېوادونو سره پرې هوکړې ته رسېدلي وای.

د افعانستان له لارې له چین سره د نښلېدو ستره ګټه د ټرانزېټ عواید دي. په دې عوایدو کولای شو چې هېواد کې انکشافي چارې چټکې کړو. همدارنګه دداسې سترو پروژو په عملي کېدو سره د کارموندنې چانس لوړیږي. د رېللارې جوړول او چلول به په بېلابېلو برخو کې دندې رامنځته کړي، چې د خلکو د ژوند د ښه‌والي او اقتصادي ثبات سبب کېدای شي. بله تر ټولو مهمه ګټه یې دا ده چې افغانستان به په سیده ډول له چین سره وصل شي او د درېیمګړي هېواد پر ځای به چین او افغانستان سیده سوداګري پیل کړي. وروستیو کلونو کې چین په افغانستان کې پانګونې کړې او له افغان حکومت سره یې مثبتې اړیکې جوړې کړې دي. مستقیم ترانزیتي دهلېز به ښايي د چین پانګونې لا زیاتې کړي. افغانستان د چین لپاره هم اقتصادي او هم ستراتیژیک ارزښت لري، په ځانګړي ډول د لوګر د مس عینک تر څنګ چین په نورو برخو کې هم یو شمېر پروژې تر لاس لاندې لري.

د پایلې په توګه یې ویلای شو چې د ایران له لوري دا وړاندیز افغانستان د چین او ایران ترمنځ پر یوه مهم او اقتصادي کورېډور بدلولای شي. دا ابتکار به د تهران، کابل او بیجېنګ ترمنځ د همکاریو نوی څپرکی هم پرانیزي. که څه هم دا پروژه به له ننګونو خالي نه وي، خو د ښکېلو هېوادونو رښتینې هڅه او د افغان حکومت له خوا د یادو دوو هېوادونو پرلپسې هڅونه او ډاډ به ددې لامل شي چې دا پروژه په رښتیا تحقق ومومي. دا پروژه به ښایي له ټاپي وروسته افغانستان کې د تېرېدونکو پروژو دویمه ستره وي او د منځنۍ اسیا نور هېوادونه به هم عملا افغانستان سره د ورته پروژو سکښت او عملي کار ته راکاږي.

اړوند خبرونه