په لاوس کې له یوې اوونۍ زیات وخت راهیسې په یوه سېلاب ځپلې غار کې بند پاتې اوو کسانو له ډلې پنځه تنه ژوندي موندل شوي دي.
د «سيبياېس» نیوز راپور له مخې، دا کسان د لاوس د «زایسومبون» ولایت په یوه غار کې د سرو زرو د لټون پر مهال د سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو له امله بند پاتې شوي وو.
په دې راپور کې ویل شوي، ژغورونکو ډلو له سختو هڅو وروسته پنځه کسان ژوندي موندلي، خو د دوو نورو د موندلو هڅې لا هم روانې دي.
ویل کېږي چې د ژغورنې په دې عملیاتو کې د ټایلنډ هغخ باتجربه لامبو وهونکي هم ګډون لري چې په ۲۰۱۸ کال کې یې د ټایلنډ د مشهور غار د ماشومانو د ژغورنې په عملیاتو کې ګډون کړی و.

