د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې مخکښ لوبغاړی، راشد خان به راتلونکې میاشت د هند پر وړاندې په ټېسټ سیالۍ کې ګډون ونه کړي، خو د درې یو ورځنیو سیالیو لړۍ کې به شامل وي.
نوموړي ته د ډاکټرانو له خوا سپارښتنه شوې چې د خپل کاري فشار او فزیکي ستړیا د کمولو لپاره دې د اوږدې بڼې یا ټېسټ کرېکټ لوبې محدودې کړي.
بلخوا، د افغانستان د ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمتالله شهیدي به د هند پر وړاندې په یوازینۍ ټېسټ لوبه او درېیو یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې د لوبډلې مشري پر غاړه ولري.
د راشد خان نشتون د افغانستان د ټېسټ لوبډلې لپاره مهمه تشه بلل کېږي.

