د کرملېن مرستیال وېري اوشاکوف ویلي، چې د روسیې، امریکا او اوکراین د امنیتي مسایلو په تړاو د کاري ډلې لومړۍ ناسته به د جنورۍ په ۲۳مه د ابوظبي په ښار کې ترسره شي.
اوشاکوف په مسکو کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د استازو ترمنځ شوې لیدنه «خورا مهمه، رغنده او پر باور ولاړه» بللې او زياته کړې يې ده، چې په همدې ناسته کې د درېاړخیزې کاري ډلې پر جوړېدو هوکړه شوې ده.
دا په داسې مهال ده، چې د امریکا ځانګړي استازي سټیو وېټکاف او د ټرمپ زوم جرډ کوشنر د پنجشنبې په ماښام مسکو ته تللي او له پوتین سره یې شاوخوا څلور ساعته خبرې کړې دي. د پوتین مرستیال ویلي، چې خبرې تر ډېره د اوکراین د شخړې د حل پر لارو چارو متمرکزې وې، خو سربېره پر دې د غزې د سولې پلاوي، د ګرېنلنډ مسلې او د دواړو هېوادونو پر دوهاړخیزو اړیکو هم بحث شوی دی.

