د امریکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی، که ایران یو ځل بیا د اټومي فعالیتونو هڅه وکړي، نو امریکا به یې اټومي تاسیسات بیا په نښه کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اېکس خپره شوې وینا کې، ټرمپ ویلي چې ایران باید د امریکا له لوري د برید تر مخه یوې هوکړې ته رسېدلی وای، ځکه د هغه په وینا، ترسره شوی برید «ډېر سخت او ویجاړونکی» و.
نوموړي زیاته کړې: “که ایران بیا هڅه وکړي، اړ به شي بلې سیمې ته لاړ شي، خو د امریکا له لوري به هغه ځای هم په ډېرې اسانۍ سره په نښه شي.”
دا څرګندونې په داسې مهال کې کېږي چې د ایران اټومي پروګرام یو ځل بیا د نړیوالو سیاسي بحثونو په سر کې ځای نیولی دی.

