د خيبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې د يو واده مراسمو پر مهال يوه تن په ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې، چې له امله يې د امن کمېټې قوماندان په ګډون ۷ کسان وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان شوي دي.
اسوشيټېډ پرېس خبري اژانس د ځایي پولیسو په حواله ويلي، برید د یوه حکومتپلوه د امن کمېټې قوماندان او قومي مشر نور عالم محسود په کور کې د ودونو د مراسمو پر مهال شوی او ټپیان روغتون ته لېږدول شوي، چې د ځینو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی. یاده دې وي، چې تر اوسه کومې ډلې د برید رسمي مسوولیت نه دی منلی.

