د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي چې د بلخ ولایت په مرکز، مزارشریف ښار کې په راستنوشویو کډوالو د غنمو او نغدي مرستې د وېش بهیر د اسلامي امارت ریاستالوزراء اداري مرستیال، مولوي عبدالسلام حنفي په شتون کې پیل شوی دی.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې د مرستو د وېش بهیر د پیل په مراسمو کې د کرنې وزیر، مولوي عطاءالله عمري او د بلخ مرستیال والي، مولوي نورالهادي ابوادریس هم ګډون کړی و.
په دې مراسمو کې مولوي عبدالسلام حنفي ویلي چې د اسلامي امارت له بودیجې څخه به شاوخوا ۸۰ زره راستنوشویو کورنیو ته مرستې ورکړل شي، او په وینا یې چې دا مهال په دغه ولایت کې کډوالو کورنیو ته پنځه بوجۍ غنم او پنځه زره افغانۍ نغدې مرستې ورکول کېږي.
ښاغلي حنفي دا هم ویلي چې د مرستو دا لړۍ به د هېواد په ټولو ۳۴ ولایتونو کې دوام ولري او هر راستانه شوي کډوال ته به د اسلامي امارت له لوري د استوګنې لپاره یوه نمره ځمکه هم ورکړل شي.

