ډېر لوستل شوي

ناټو د مصنوعي ځیرکتیا پر بنسټ دفاعي سیمه رامنځته کوي

ناټو سازمان د اوکرایین پر وړاندې د روسیې د بریدونو د مخنیوي لپاره د مصنوعي ځیرکتیا (AI) په مرسته د یوې نوې دفاعي سیمې د جوړولو له پلان خبر ورکړی دی.
فرانس پرېس خبري اژانس راپور ورکړی، د ناټو د لوی درستیز مرستیال توماس لووین تېره ورځ ویلي، دغه دفاعي سیمه به د روسیې او اوکرایین ترمنځ د حایل په توګه رامنځته شي او په بشپړه توګه به په مصنوعي ځیرکتیا سمباله وي.
نوموړي زیاته کړې، که چېرې پر دې سیمه برید وشي، نو مصنوعي ځیرکتیا به د انسان له مستقیمې مداخلې پرته سم‌لاسي غبرګون وښيي.
د هغه په وینا، په یاده دفاعي سیمه کې به پرمختللي هوايي مدافع سیستمونه او د توغندیو ضد وسایل ځای پر ځای شي، څو د احتمالي بریدونو مخه ونیول شي.
روسیې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پر اوکرایین یرغل وکړ، چې دا جګړه تر اوسه هم دوام لري. د اوکرایین لوېدیځو متحدینو په دې موده کې دغه هېواد ته پراخ پوځي ملاتړ او بېلابېل جنګي تجهیزات برابر کړي دي.
دا لومړی ځل دی چې ناټو د مصنوعي ځیرکتیا په کارولو سره د داسې یوې دفاعي سیمې د رامنځته کولو اقدام کوي، چې د جګړې په ډګر کې د نوې ټکنالوژۍ کارونه یو مهم بدلون بلل کېږي.

اړوند خبرونه