ډېر لوستل شوي

امريکا کې د شخصي الوتکې نسکورېدل؛ د ۸ سپرو برخليک لا هم نه دی روښانه شوی

اسوشيټېډ پرېس خبري اژانس خبر ورکړی، چې د امريکا متحده ايالتونو د مېن ايالت اړوند سيمه کې نن يوه شخصي الوتکه لوېدلې ده.
د ياد اژانس په راپور کې د لوېدلې «بمبارډيه چلنجر ۶۰۰» ډوله الوتکې کې د ۸ تنو سپرو د روغتيايي حالت او برخليک په تړاو کره معلومات نه دي ويل شوي او نه هم د دې پېښې لامل په تړاو څه ويل شوي.
د بنګر نړيوال هوايي ډګر مسوولينو ويلي، چې د پېښې له رامنځته کېدو وروسته ياد هوايي ډګر تر بلې خبرتيا پورې تړل شوی دی.
دا پېښه په داسې حال کې شوې، چې مېن ايالت په ګډون د امريکا پراخې سيمې، د ژمني توپان او سخت کنګل تر اغېز لاندې دي؛ هغه وضعيت چې تر دې دمه يې د شاوخوا ۱۰ زره الوتنو د لغوه کېدو او د ۸ زره نورو الوتنو د ځنډېدو لامل شوی دی.

اړوند خبرونه