ډېر لوستل شوي

د رسنيو ملاتړو بنسټونو ارزونه؛ د درېيو بنسټونو جوازونه تمديد او د يو شمېر نورو جوازونه لغوه شوي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، چې د خبريالانو او رسنيو د پرلپسې شکايتونو له ترلاسه کېدو وروسته يې د رسنيو او خبريالانو د ملاتړو بنسټونو هراړخيزه ارزونه کړې ده.
ياد وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې د ترسره شوې ارزونې پر مهال څرګنده شوې، چې د بنسټونو کثرت او د يو شمېر نهادونو د مسوولينو غيرمسلکي چلند، د دې پر ځای چې د خبريالانو او رسنيو ستونزې حل کړي، هغوی ته يې لا ډېرې ستونزې راولاړې کړې وې او آن په نړيواله کچه يې د افغانستان د رسنيو ملاتړو بنسټونو باور ته زيان رسولی و.
د معلوماتو له مخې، همدارنګه يو شمېر بنسټونه له څه مودې راپدې خوا غيرفعال پاتې شوي وو او خپل ټاکل شوي فعاليتونه يې نه تر سره کول.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت زياته کړې، د يادو موندنو پر بنسټ رهبرۍ پرېکړه کړې، چې د هېواد په کچه يوازې د درېيو بنسټونو جوازونه تمديد او د پاتې بنسټونو جوازونه لغوه کړي دي.
وزارت زياتوي، چې ياده پرېکړه به له يوې خوا د خبريالانو او رسنيو د حقوقو د خونديتوب ترڅنګ، د خبريالانو او رسنيو تر نامه لاندې د ناوړه ګټې اخيستنې مخه ونيسي او له بلې خوا به د اړوندو بنسټونو فعاليتونه اغېزمن، منظم او د باور وړ کړي.

اړوند خبرونه