ډېر لوستل شوي

د سپاه پاسداران سمندري ځواک: د نفتو د لویې سمندري لارې «هرمز تنګي» امنیت د ایران په پرېکړو پورې تړلی

د ایران د سپاه پاسداران سمندري ځواک مرستیال قوماندان محمد اکبرزاده تازه ویلي، چې د ایران بحري ځواکونه د هرمز تنګي سمندري او هوايي ساحې په دقت څاري او د نفتو د دې لویې او ستراتیژیکې لارې امنیت د تهران په پرېکړو پورې اړه لري.

نوموړي د امریکايي چارواکو څرګندونو ته غبرګون کې ویلي، ایران د جګړې غوښتونکی نه دی، خو د هر ډول دښمن پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري او زیاتوي:  “که پر موږ جګړه وتپل شي، د ایران ځواب به تر پخوا لا قاطع وي “

د سپاه پاسداران دې لوړ پوړي قوماندان ویلي، چې ایران په یاد تنګي بشپړ واک لري او دا انتخاب کولی شي، چې کومو سوداګریزو بېړیو او جنګي کښتیو ته اجازه ورکړي او د کومو بیرغونو لاندې بېړیو پر مخ دا لویه سمندري لار وتړي.

نوموړي خپلو ګاونډیو هېوادونو ته ګواښ کړی، که چیرې د هغوی هوايي فضا، وچه یا سیمه‌ییزې اوبه د ایران پر ضد وکارول شي، دښمن به وبلل شي. د یادونې ده، چې هرمز تنګی هغه حیاتي بحري لار ده، چې هره ورځ شاوخوا ۲۱ میلیونه بېرله تېل ترې لېږدول کېږي او د نړېوالو تېلو نږدې ۳۷ سلنه سوداګري جوړوي.

اړوند خبرونه