ډېر لوستل شوي

امريکا کې سختو واورو او سړې هوا ۳۴ کسان وژلي

د امریکا «یو اېس اې» ټوډې نیوز خبر ورکړی، چې د امريکا په متحده ايالتونو کې وروستيو واورو او سړې هوا ۳۴ کسان وژلي او په بېلابېلو ايالتونو کې د واورې توپان له امله ميليونونه کسان اغېزمن شوي دي.

یادې رسنۍ د امریکايي چارواکو له قوله ویلي، چې د مړو شویو له جملې ۹تنه په نیویارک ښار کې، څلور تنه په ټینیسي ایالت کې او پاتې نور کسان بېلابېلو ایالتونو کې مړه شوي دي. د یادونې ده، چې د امریکا د هوا پېژندنې ملي ادارې په راتلونکو ورځو کې تر دې هم د لا زیاتو واورو د ورېدو اټکل کړی دی.

اړوند خبرونه