د نورستان ولايت مقام خبر ورکړی، چې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مې ګڼې فرمان د پليکېدو پر بنسټ، د ناوړو دودونو او منکراتو د مخنيوي په لړ کې په نورستان کې پرښځو د شاقه او درنو کارونو ترسره کول بند شوي دي.
د ياد ولايت مقام وايي، دغه پرېکړه د ټولنې د اصلاح، د اسلامي ارزښتونو د ساتنې او د هغو دودونو د مخنیوي په موخه عملي شوې، چې د اسلامي اصولو او ټولنیزو اخلاقو سره په ټکر کې ګڼل کېږي.
دا په داسې مهال ده، چې د اسلامي امارت بيا واکمنېدو سره په هېواد کې د کورنيو تاوتريخوالو له امله د ښځو حقونو ته ځانګړې پاملرنه شوې ده.

