افغاني سره میاشت وایي چې د دې ادارې له لوري د کونړ ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې ۱۱۸ زلزلهځپلو کورنیو سره د ژمنیو توکو مرسته شوې ده.
د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې چې د ژمنیو توکو دا شپږ قلمه مرسته د زلزلهځپلو کورنیو د ورځنيو اړتیاوو د پوره کولو او د ژمي له سړو څخه د مخنیوي په موخه شوې ده.
سرچینې لیکلي چې په دې مرسته کې هرې کورنۍ ته ۲ کمپلې، ۱ د پخلنځي د توکو سیټ، ۱ د اوبو سطل، ۱ څراغ، ۱ د روغتیا ساتنې بسته او ۲ د اوبو بوشکې ورکړل شوې دي.
افغاني سرې میاشتې همداراز لیکلي چې یاده اداره د طبیعي پېښو له امله ځپلشویو کورنیو لاسنیوي ته تر چا وړاندې ځان رسوي او بېړنۍ مرستې ورسره کوي.

