د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په انقرې کې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره کتلي دي.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت په يوې خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې په دې ناسته کې عراقچې د «ايران ملي ګټو د خونديتوب» لپاره د ډيپلوماسۍ پر ارزښت او په سيمه کې د تاوتريخوالي د زياتېدو د مخنيوي په اړتيا ټينګار کړی دی.
په دې خبرپاڼه کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر د تهران د اټومي قضیې په تړاو د ترکیې له «مسوولانه دریځه» ستاینه کړې او د لوېدیځې اسیا په چارو کې د بهرنیو لاسوهنو پر وړاندې یې د اسلامي او سیمهییزو هېوادونو د یووالي پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
د ایران بهرنیو چارو وزارت ویلي، د ترکیې ولسمشر په دې لیدنه کې د انقرې پر هغو هڅو ټینګار کړی، چې موخه یې د تاوتریخوالي کمول او بېرته د ډیپلوماسۍ لوري ته ستنېدل دي.
اردوغان زیاته کړې، چې سیمه د لا ډېرې ناامنۍ زغم نه لري او د ایران د اټومي موضوع یوازینۍ حل لاره ډیپلوماسي ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د تاوتریخوالي له زیاتېدو وروسته، رجب طیب اردوغان د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره په ټلیفوني خبرو کې د ایران، ترکیې او امریکا د درېاړخيزې ناستې وړاندیز کړی و، چې د ټرمپ له مثبت غبرګون سره مخ شوی دی.

