ډېر لوستل شوي

پر تهران د واشنګټن قماروهنه؛ ټول غوراوي مو د مېز پر سر دي

د امریکا د جګړې وزیر پیټ هیګسټ د پنجشنبې په ورځ اعلان کړی چې ایران د راتلونکي اټومي تړون لپاره غوراوی لري او ټینګار یې کړی چې ټول واشنګټن ته ټول غوراوي د مېز پر سر پراته دي.

نوموړي ویلی چې امریکا هر ډول انتخاب کارولی او ورته چمتو ده.

هیګسټ دا هم وویل چې د امریکا د جګړې وزارت به د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا د هر ډول پرېکړې پلي کولو ته چمتو وي.

د امریکا مرکزي قوماندې (سینټکام) دمخه د منځني ختیځ اوبو ته د الوتکې وړونکې “ابراهیم لینکن” په مشرۍ د سمندري برید ډلې د ځای پرځای کولو اعلان کړی و او ټرمپ ټینګار کړی چې دا ځواک ‘چمتو – وړتیالرونکی’  دی، چې که اړتیا وي پر ایران به برید کوي.

په ورته وخت کې، ایراني چارواکو د برید د بدو پایلو په اړه خبرداری ورکړی او ګواښ یې کړی چې د دوی په هژواد به هر ډول برید یوه بشپړه جګړه وګڼل شي او د پراخ پوځي غبرګون لامل به شي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکایي رسنیو ویلي و چې اېف-۳۵ جنګي الوتکې یې هم منځني ختیځ ته استولي دي.

اړوند خبرونه