د تېر ۲۰۲۵ زېږدیزکال په نومبرمیاشت کې د امنیت شورا په تصویب د غزې د حالاتو او له اوربند څخه د نږدې څار په پار یوه شورا رامنځته شوه چې بنسټیز مسوولیت یې د حماس غورځنګ او اسراییلو ترمنځ اسانچاري او د اوربند له تطبیق څار وو. خو د وخت په تېرېدو او د غزې لپاره د ډونالډ ټرمپ د سولې د دویم پړاو لپاره د همدې وړې شورا تشکیل د سولې د بورډ په نوم یو جوړښت ته ارتقا وکړه او لسګونو هېوادونو ته یې د ګډون بلنې ورولېږلې. په دې شننه کې به مو محوري بحث دا وي چې د سولې له دې بورډه د ډونالډ ټرمپ موخه څه ده؟ ایا نوموړی غزه بولۍ ته وړاندې کوي او که د ملګرو ملتونو د ځواک د اوبهکولو لپاره ددې سازمان په مقابل کې یو موازي سازمان رامنځته کوي؟
د ټرمپ لخوا د اعلان شوې سولې بورډ په منشور کې غزې ته ځای نشته او داسې ښکاري چې دا سازمان د ملګرو ملتونو په مقابل کې دویم ځواک او ځایناستی شي. مانا چې دا بورډ د غزې له موضوع ورپورته یو نړیوال بورډ بلل کیږي، تراوسه لسګونو هېوادونو ته د ګډون بلنې ورکول شوي چې شاوخوا ۳۰ هېوادونو په سولې بورډ کې د ګډون لېوالتیا هم ښکاره کړې ده. بي بي سي هم په یوه راپور کې منلې چې په دې بورډ کې د غزې په تړاو څه نشته او له منشور څخه یې د بلې کومې موخې څرکونه ترسترګو کیږي. «په پیل کې داسې انګېرل کېده چې دا بورډ به د اسراییلو او حماس ترمنځ د غزې د دوه کلنې جګړې پای ته رسولو کې مرسته وکړي او د بیا رغونې څارنه به وکړي. خو د بورډ په وړاندیز شوي منشور کې د فلسطین یادونه نه ده شوې او داسې ښکاري چې دا د ملګرو ملتونو ځینو دندو مسوولیت لپاره طرح شوې.»
د سولې د بورډ په منشور کې ښکاري چې دا سازمان به د نړیوالې سولې د راوستو واک او صلاحیت ولري. وړاندې په دې منشور کې لیدل شوي چې د سولې د بورډ دا تشکیل یو نړیوال سازمان دی چې دندې یې د ټیکاو رامنځته کول، وړ او قانوني حاکمیت قایمول، د سولې ټینګښت او په جګړه ځپلیو سیمو کې تلپاتې سوله راوستل او بیارغونه ده. د دې منشور له مخې ټرمپ به د بورډ مشر وي او په جلا توګه به د امریکا د استازي رول هم ولري او هغه به دغه راز ددې واک هم لري چې اجرایي بورډ غړي وټاکي او فرعي ادارې جوړې یا یې له منځه یوسي.
د راپورونو له مخې، تېره پنجشنبه د سوېس په داووس ښار کې په عملي توګه ۱۸ هېوادونو د سولې په بورډ کې ګډون کړی او یاد تړون یې لاسلیک کړی دی.
اوس پوښتنه دا ده چې د سولې له بورډه د ټرمپ توقع څه ده او ایا دی د ملګرو ملتونو حیثیت له منځه وړي؟
ډونالډ ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې هم له یو شمېر سازمانونو څخه وتلی و او په دا ډول سازمانونو کې یې د امریکا شتون بابېزه بللی و. ډونالډ ټرمپ د ملګرو ملتونو په ګډون پر یوه سازمان هم اعتماد نه لري او نه غواړي چې د امریکا پیسې دې په دې ډول سازمانونو او جوړښتونو کې په مصرف ورسیږي. نوموړی یو پانګوال او کپټلېسټ دی او هغه جوړښتونه یې خوښیږي چې نوموړي ته پکې ګډه وي؛ ځکه یې ددې سازمان د غړیتوب په پار هم له ګډونکوونکو هېوادونو غوښتي چې باید یو میلیارد ډالر تحویل کړي. ټرمپ له خپلې نږدې متحدې (اروپا) څخه هم مخ اړولی او د یوې فرسودې او خوسا قارې په سترګه ورته ګوري. همداراز د ناټو په سازمان هم شکي دی او په وینا یې چې اروپا پر موږ تکیه ده او د ناټو سازمان لګښتونه یې هم موږ ورکوو. نوموړی همداشان د ملګرو ملتونو پر سازمان هم باور نه لري او نه ورته چندان ارزښت ورکوي. همدا دلیل دی چې ددې سازمان په مقابل کې د یوه موازي سازمان د رامنځته کېدو په لټه کې دی. ټرمپ هیله لري چې هر څه دده په فرمایش وشي او بلڅوک پکې د مداخلې حق ونه لري. ملګرو ملتونو سازمان کې د امریکا ترڅنګ یو شمېر نور ستر هېوادونه هم د ویټو حق لري، ځکه به د امریکا د ګټو رد کېده او ملګرو ملتونو کې د امریکا تر څنګ نورو هېوادونو هم مساوي ځواک درلود.
ډونالډ ټرمپ د خپلې حریصانه غریزې څخه په مجبورۍ غواړي چې د سولې د بورډ په نوم هر څه دده په لاس کې وي او دی لکه د خان په څېر د نورو له چارو لیدنه وکړي او پر نوکرانو امرونه صادر کړي. د سولې د بورډ په منشور کې ټرمپ د خپل ځای د کانکریټي کولو لپاره لیکلي. «د سولې د بورډ مشر یوازې په خپله خوښه د استعفا په صورت کې یا د ناتوانۍ په صورت کې خپله څوکۍ پرېښودلی شي او بل څوک یې ځایناستی کېدای شي. په دې بورډ کې یوازې هغوی ګډون کولای شي چې امریکا ورته بلنې لېږلي او دوی به د خپل هېواد استازیتوب کوي.»
د تېرې اونۍ سه شنبې په ورځ یوه خبریال له ښاغلي ټرمپ وپوښتل چې ایا دا سازمان به د ملګرو ملتونو ځایناستی شي؟ نوموړي په صراحت وویل چې ممکنه ده او هو. ده وړاندې وویل چې ملګري ملتونه تراوسه هېڅ موثر او ګټور نه و او هېڅکله یې خپل واقعي ظرفیت نه دی تجربه کړی. نوموړي همدارنګه ټینګار کړی چې د ملګرو ملتونو سازمان به هم فعال وي. ډونالډ ټرمپ د ملګرو ملتونو یو له سرسختو منقدینو څخه دی او دا سازمان باکیفیته او کاري نه بولي. دی زیاتوي چې ددې سازمان دنده ټیکاو او نړیواله سوله راوستل دي خو په وینا یې په خپل نوښت یې د دویمې ولسمشرۍ په وخت کې د اتو جګړو مخه نیولې ده او دا دنده اصلا ملګرو ملتونو ته راجع کېده چې دا کار یې باید کړی وای.
داسې لیدل کیږي چې د سولې د بورډ دغه موډل د غزې له کړکېچ ورهاخوا د یوه نړیوال سازمان په توګه سر راپورته کړی. ددې بورډ لومړی کار د غزې د موضوع برطرفه کول دي. د غزې کړکېچ په دویم شل مادهییز تړون کې لیکل شوي چې غزه کې به نړیوال ځواکونه ځای پر ځای شي او حماس به خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي.
په دې وروستیو کې د غاصب اسراییلي رژیم هم منلې چې د ټرمپ لخوا د رامنځته شوي بورډ غړیتوب به واخلي. دا په داسې حال کې ده چې د نتانیاهو دفتر تر دې دمخه دا ډول تشکیل نه و منلی او نقد کړی یې و. دوی ویلي و چې ددې ډول جوړښت د رامنځته کېدو په پار له اسراییلو سره سلا نه وه شوې.
په لنډ ډول ویلای شو چې د امریکا د اوسني حکومت له خوا رامنځتهکېدونکی بورډ به حتمي د ملګرو ملتونو مخینه، پرستیژ او کاري وړتیا تر پوښتنې لاندې راولي. د ملګرو ملتونو د حیثیت د ساتنې په پار اروپا هم اعتراض کړی چې د ټرمپ د سولې بورډ مني، خو د ملګرو ملتونو په مقابل کې یې د راپورته کولو مخالفین دي. د سولې بورډ اوسمهال په غزه کې د سولې د دویم پړاو د تطبیق هڅه کوي، خو حماس یې کلک مخالفت کړی دی. د غزې لپاره د سولې د دویم پړاو په دې منشور کې لیکل شوي چې غزه به له سره ابادیږي، حماس به خلع سلاح او ځای به یې نړیوال ځواکونه نیسي.

