ډېر لوستل شوي

له امنیته تر بېړنيو مرستو؛ د طبیعي پېښو پرمهال د اسلامي ملي اردو او نورو ځواکونو حماسه.

هېواد کې تېرې څو ورځې د ریکارډ په کچه تر ټولو سړې شپې ورځې وې. پر دې سربېره د هېواد په نږدې ټولو ولایتونو کې ورښتونه وشول چې ځای ځای یې مالي او ځاني زیانونه هم واړول. لویې لارې وتړل شوې، مسافر په واورو کې ایسار شول، د ځینو هېوادوالو کورونه ونړېدل او ځیني اماکین تر واورو لاندې کفن شول؛ خو په یادو دوو ورځو شپو کې اړوندو حکومتي ادارو خپلې هڅې ونه درولې او شپه او ورځ یې د هېوادوالو په ژغورنه کې پر ځان یوه کړې وه. د وروستیو راپورونو پر بنسټ په سالنګونو کې دوو مجاهدینو هڅه کوله چې هېوادوال له سختیو وژغوري، چې خپله واورو لاندې کړي دي، خو الحمدالله د سالنګونو د ساتنې او څارنې منسوبینو یاد مجاهدین له واورو کښلي وو او وضعیت یې هم د ډاډ وړ وو. د اسلامي ملي اردو ترڅنګ د نورو قول اردوګانو د منسوبینو، د ټولګټو وزارت او له پېښو سره د مبارزې د لویې ادارې منسوبینو په ګډو هڅو تر ممکنه حده په ناورین کې د کلابندو هېوادوالو مرستې ته ځانونه ور رسولي وو.

په وروستیو واورینو ورځو کې یو شمېر هېوادوالو ته د سر زیان هم وررسېدلی خو د ټولګټو وزارت د مطبوعاتي مسوولینو په خبره، چې مغرضو رسنیو یاد ارقام تحریف کړي او هڅه یې کړې چې طبیعي پېښو ته د نه‌رسېدنې پړه او بې کفایتي پر حکومت واچوي. دغه رسنیو ادعا کړې وه چې په سالنګونو کې لسګونه انسانان تلف شوي او ګڼ هېوادوال له مالي اړخه هم ځپل شوې دي. خو ټولګټو وزارت ویلي چې په سالنګونو کې یې د ژغورنې سایټونه فعال دي، یاده لاره تړل شوې او کلابند هېوادوال په تدریجي ډول له سایټونو اېستل کیږي. ټولګټو وزارت نه یوازې دا اوازې رد کړې، بلکې د خپل وزیر ملا محمد عیسی ثاني پر هغه امر یې ټینګار کړی چې ګوندې د هېواد په هېڅ ځای کې دې لارې د ټرافیکو پر مخ نه بندیږي.

په دغه حماسه کې د ګڼو حکومتي ادارو هڅې د قدرداني وړ وې، خو د ملي دفاع وزارت تر چتر لاندې اسلامي ملي اردو د خپل سر په بیه د هېوادوالو په ژغورنه کې له هر چا وار لومړی کړ. ملي دفاع وزارت پر لومړۍ واورینې ورځ د هېوادوالو د ډاډ په موخه وویل چې په هر ډول سختو کې بند هېوادوال کولی شي له امنیتي منسوبینو سره اړیکه وکړي. د ملي اردو ځواکونه او امنیتي منسوبین نه یوازې په واورو کې د بندو هېوادوالو د درد درمان شول؛ بلکې د راستنوشویو کډوالو د یوه پنډغالي تر دروازې هم وررسېدلي و. ملي دفاع وزارت لیکي: «د ۳۱۳ مرکزي قول اردو اړوند پنځمې پلې لوا ځواکونو د وردګو په مرکز ميدان ښار کې د راستنو شويو کډوالو په پنډغالي کې د ډبرو سکرو د بخارۍ د ګاز له امله د يوې مسمومه شوې مېرمن ژوند ژغورلی دی. د مرکزي قول اردو د پنځمې پلې لوا د رسنيو دفتر وايي، چې د پېښې سيمې ته د پنځمې تأميناتي کنډک ژغورنې روغتيايي ټيم، د يو امبولانس او دوو رنجر موټرونو په ملتيا رسېدلي او مسمومه شوې مېرمن يې د درملنې په موخه نږدې ولايتي روغتون ته لېږدولې ده.

همداشان ملي دفاع وزارت په یوه خپره کړې ویډیو کې ډاډ ورکړی، چې د هېوادوالو د هوساينې لپاره په هر ‌ډول حالاتو کې خدمت ته چمتو دي. په خواله رسنیو کې د ژغورل شویو هېوادوالو ویډیوګانې لاس په لاس کیږي چې دوی پکې له خپلو امنیتي ځواکونو خوښ ښکاري او د سر په بیه دا مېړانه له حماسې کمه نه بولي.

امید راډیو د خبري پوښښ په یوه څنډه کې لیکلي و: « د ملي دفاع وزارت اړوند د ۲۲۱ شهید آفتاب (رح) فرقې دفاعي ځواکونو بېګاه شپه د سالنګ د ریک‌رېشن سیمې ته نږدې په سړه هوا او واورو کې بند پاتې مسافر خوندي ځايونو ته لېږدولي دي او اړینې مرستې هم ورسره شوې. دا په داسې حال کې ده، چې د ملي دفاع وزارت د ٢٠٩ الفتح قول اردو اړوند د دولسمې سرحدي لواء د درېیم کنډک منسوبینو د حيرتان په لويه لاره کې د واورې له امله بند پاتې هېوادوال هم ژغورلي دي.»

د ژغورنې د چارو سربېره د ښاروالۍ ریاست اړوند مطبوعاتي ادرسونو له خلکو غوښتنه کړې وه چې واوره زېرمه او بېرته ځمکې ته جذب کړي. د ښاروالۍ یاده غوښتنه د خواله رسنیو ځینو مخلصو کاروونکو هم بدرګه کړې وه او له هېوادوالو یې غوښتنه کړې وه چې د اوبو د کمښت تشه د واورو د زېرمو په مټ ډکه کړي. د اقلیمي او اوبو چارو کارپوه، محمد عاصم مایار له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي چې واورې طبیعي زېرمې ګڼل کیږي او باید په زېرمه کې یې له ملي اشر کار واخیستل شي. ښاغلی مایار انګیري چې سږني ورښتونه به په تدریجي ډول تر پسرلي پورې دوام وکړي او د وچکالۍ څپه به کمزورې کړي. نوموړي له هېوادوالو غوښتي چې په خاورینو ځایونو کې واوره زېرمه کړي او یا ورته واړه بندونه جوړ کړي. د نوموړي په اند، دا مصنوعي بندونه په کنګلونو اوړي او یاد کنګلونه د پسرلي او اوړي په موسمونو کې کروندګرو ته وړیا اوبه په لاس ورکوي.

پر دې سربېره وروستیو اورښتونو د هېوادوالو د وچکالۍ د راتلو تشویش هم رفع کړی دی او یادو ورښتونو د هېواد کروندګر مثمرو فصلونو ته هیله‌مند کړي دي.

په ټوله کې ویلای شو چې د هېواد ملي اسلامي اردو او د ملي دفاع وزارت ټول ځمکني او هوایي ځواک نه یوازې په وروستیو درې ورځو کې هېوادوال له ناورینونو ژغورلي؛ بلکې دغه پیاوړي ځواک هر وخت د هېوادوالو ستونزې ته لبیک ویلی. یاده دې شي چې هوایي ځواک په تېر کې هم زلزلو‌ځپلیو او سېلاب‌ځپلیو ته پر وخت رسېدنه کړې وه.

اړوند خبرونه