د ایران او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونه وایي چې یو شمېر ایراني پانګهوالو ننګرهار ولایت ته سفر کړی او هلته یې د دغه ولایت له والي، ملا محمد نعیم اخوند سره کتلي دي.
دغه شپږ کسیز ایراني پلاوي په ننګرهار کې د ټراکټو او کرنیزو وسایلو ګډې تولیدي کارخونې د جوړولو امکانات ارزولي، او همداراز یې د کرنې، بڼوالۍ او مالدارۍ په برخو کې افغان کروندګرو او پانګهوالو ته د تخنیکي پوهې، تجربو او تخنیکي وړتیاوو د لېږد لپاره چمتووالی څرګند کړی دی.
په دې کتنه کې دواړو لوریو هیله څرګنده کړې چې د دې طرحې پر عملي کېدو به د افغانستان د کرنې پام وړ اړتیاوې په هېواد کې دننه پوره او بهرنیو هېوادونو ته به یې د تولیداتو صادرولو ته زمینه برابره شي.

