ډېر لوستل شوي

امريکا ملګرو ملتونو ته د ميلياردونه ډالرو لومړنی قسط ورکوي

په ملګرو ملتونو کې د امريکا استازي مايک والټز ويلي، متحده ايالت پلان لري چې په راتلونکو څو اوونيو کې د ملګرو ملتونو د عادي بوديجې او د سوله‌ييزو ماموريتونو پاتې پورونه ادا کړي.
والټز ټينګار کړی چې دا تاديه د امريکا له لوري د پورونو د کمولو په لور لومړنی عملي ګام دی او د ملګرو ملتونو د اصلاحاتو د ملاتړ څرګنده نښه بلل کېږي.
نوموړي ويلي: “ډېر ژر به تاسې زموږ د کلني سهم يوه مهمه برخه ووينئ. دا که څه هم د پورونو لومړنی قسط دی، خو دا روښانه پيغام لري چې امريکا د ملګرو ملتونو د اصلاحاتو ملاتړ کوي.”
هغه زياته کړې چې امريکا غواړي ملګري ملتونه يو اغېزمن، منظم او متمرکز سازمان واوسي، بې‌ځايه څانګې کمې شي او تمرکز پر هغو برخو وشي چې د سولې، امنيت او بشري حقونو ساتنه تضمينوي.
د ملګرو ملتونو چارواکو ويلي، د دې سازمان د عادي بوديجې شاوخوا ۹۵ سلنه پور پر امريکا پاتې دی، او همداراز د سوله‌ييزو ماموريتونو لپاره نږدې ۲.۴ ميليارده ډالر نه دي ورکړل شوي.

اړوند خبرونه