د امريکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره ورځ د يوه نوي اجراييوي فرمان په لاسليک کولو سره پر ايران اقتصادي او سياسي فشارونه زيات کړي دي.
سپينې ماڼۍ ويلي، چې نوموړي د ايران پر وړاندې «ملي بېړنی حالت» تمديد کړی او ورسره جوخت يې د هغو هېوادونو پر وړاندې د تعرفې لګولو نوی ميکانيزم رامنځته کړی، چې له ايران سره راکړې ورکړې لري.
په یاد فرمان کې ټینګار شوی، چې د ایران د حکومت سیاستونه د امریکا د ملي امنیت او اقتصاد پر وړاندې یو «غېرمعمول او فوقالعاده ګواښ» دی چې سرچینه یې په بشپړ ډول له امریکا څخه بهر ده.
سپنې ماڼۍ د امریکا دا اقدام د ایران د اقتصادي سرچینو د وچولو او د هغوی د سوداګریزو شبکو د پاشلو موخه بللې ده.
يادې ماڼۍ دغه راز ایران د نړۍ په کچه د «ترهګرۍ تر ټولو لوی دولتي ملاتړی» هم بللی دی.

