د ټاپي پروژې له لومړیو وختونو او خاکې څخه شاوخوا یوه نیمه لسیزه تېرېږي، خو په تېرو شاوخوا ۲۵ کلونو کې دا لومړی ځل و چې د افغانستان په خاوره کې ددې سترې پروژې د نللیکې د غځونې عملي چارې پیل شوې. دا ستره سیمهییزه پروژه چې لسیزې پخوا هیله کېده، پیل شي او د سیمهییزې انرژۍ د لېږد هیلې رازرغونې کړي؛ د یو شمېرامنیتي، تخنیکي او سیاسي ملاحظاتو په وجه یې کارونه په ټپه درېدلي وو. ټاپي په اوبو کې هغه راکښلې کرښه بلل کېده چې پیل یې ناممکن او خیالي و؛ خو د اسلامي امارت په هلو ځلو او اسانچارۍ ښکېل هېوادونه هم چمتو شول چې ددې پروژې د پیل او بشپړېدو هیله یې په زړه کې ورورګرځي. هغه مهال چې شوروي اتحاد وپاشل او د سیمې هېوادونو د حریت پاکه هوا تنفس کړه، تر سیاسي استقلال وروسته یې هیله وه چې اقتصادي استقلال ته هم ورسیږي؛ دا چې ترکمنستان هېواد له طبیعي منابعواو په ځانګړي ډول له غازو او نفتو سرشار دی، نو په دې هڅه کې و چې د خپلې انرژۍ د لېږد او پلور په پار مصون بازارونه او لارې ومومي؛ په همدې خاطر یاد هېواد وپتېیله چې سویلي اسیا ته د خپلې انرژۍ د لېږد په پار د افغانستان خاوره غوره کړي. ددې پروژې د پیل سوژه او خاکه همغه د اسلامي امارت په لومړۍحکومتولۍ پرمهال پیدا شوه. ټاپي د څلورو شریکو هېوادونو( ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان) له نومونو جوړه شوې کلمه ده. دا د ګازو د لېږد ستره پروژه ګڼل کیږي چې د افغانستان له لارې د ترکمنستان ګاز د پلور په موخه پاکستان او هندوستان ته لېږدوي. ددغې پروژې اصلي موخه له ترکمنستان څخه افغانستان، پاکستان او هند ته په کال کې د ۳۳ ميليارد متر مکعب ګازو لېږد دی، چې د ترکمنستان د مري ولايت له ګالکنش ګازي سرچینې څخه پيلېږي او د هند فازلکا ته رسېږي. د تخنيکي ځانګړنو پر بنسټ، ددغې پروژې د لېږد په مسير کې به د فشار ۱۲پمپونه ولګول شي، چې ۵ به یې په افغانستان کې دننه وي. د فشار د پمپ د هر یوه لګښت نږدې یو میلیارد ډالره دی. لومړني مالومات ښیي، چې په دې پروژه کې به ۱۰ زرو تنو ته سیده کارمونده وشي او همدارنګه لسګونه زره نور به په ناسیده توګه بوخت شي. د دغې نلليکې اوږدوالی ۱۸۱۴ کيلومټره اټکل شوی، چې ۸۱۶ کيلومټره يې د افغانستان له هرات، فراه، نيمروز، هلمند او کندهار ولايتونو څخه تېرېږي. دغه پروژه چې د هرات ـ کندهار لويې لارې تر څنګ تېرېږي، د پاکستان له کوټې او ملتان ښارونو څخه په تېريدو د هند د پنجاب ایالت فاضلکه ښار ته رسېږي. د دې پروژې موده ۳۰ کاله ټاکل شوې، خو ښایي تړون یې لاپسې وغځیږي.
ددې پروژې د پرمختګ په تړاو د راپورونو په لړ کې، د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت ویلي چې تېره اونۍ د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال رشید مردوف چې په ورته وخت کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر هم دی، د یوه دولتي پلاوي په مشرۍ د افغانستان لوېدیځ ولایت هرات ته تللي و او هلته یې د ټاپي پروژې پر سر له افغان چارواکو سره کتنې کړې وې. په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ښاغلي برادر او ښاغلي مردوف د ټاپي، ټاپ، د اوسپنې پټلۍ او برېښنا پروژو په اړه له یوه بل سره خبرې کړي دي. خبرپاڼه کې د ملا برادر له خولې ویل شوي چې ټاپي کې د ګډون په پار د یو شمېر سیمه ییزو او نړیوالو شرکتونو پام راوښتی دی.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د تېرې یکشنبې په ورځ هرات کې وویل: د سعودي عربستان دلتا انټرنېشنل کمپنۍ هم لېواله ده چې په دې پروژه کې پانګونه وکړي. د ښاغلي برادر په ټکو “دلتا انټرنېشنل کمپنۍ لېواله ده چې د ټاپي پروژې د ګازو اخیستلو، د ترکمنستان د لوی ګازي بلاک د ظرفیت لوړولو، د هرات ولایت له ګذرې ولسوالۍ څخه د کندهار ولایت تر سپين بولدک ، له سپين بولدک بیا د هند تر پولې د ګازو د پایپ لاین جوړولو او غځولو، د پاکستان په ګوادر بندر کې د ګازو د ستر او عصري مرکز جوړولو په برخو کې پانګونه وکړي.” ترکمنستاني لوري په ټاپي پروژه کې د بهرنیو شرکتونو د پانګونې له لېوالتیا هرکلی کړی او ویلي یي دي چې له اړوندو پانګه والو سره باید له نږدې کار وشي. هرات کې د دواړو لورو تر منځ د لوړې کچې دغې غونډې ته د وینا پر مهال د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف اعلان وکړ چې ” د روان زېږدیز کال تر پایه به د ټاپي پروژې کارونه د هرات ولایت تر مرکز پورې ورسیږي.”
ټاپي یوازې یوه پروژه نه ده، بلکې د ضمني شبکو یو غښتلی زنځیر دی. د ټاپي د ګازو د نللیکې سربېره يوه هم د ټاپ له ترکمنستان څخه افغانستان او پاکستان ته د ۵۰۰ کيلو ولټ برېښنا لېږد پروژه ده. همدارنګه د نوري فايبر تېرولو پروژه چې ګاونډي هېوادونه او ترکمنستان لخوا د لس ميليونه ډالرو په ارزښت په هممهاله توګه پلې کیږي.
ټاپي د اقتصادي اوږدمهالو ګټو ورهاخوا یوه بله ستره ګټه لري او هغه په سیمه کې د لویو پانګونو جذب دی چې د دلتا انټرنشنل شرکت لېوالتیا یې یوه نمونه کېدای شي. همدارنګه د افغانستان له خاورې ددې پروژې تېرېدل به د افغانستان خورا امنیتي او اقتصادمحوره انځور نړۍ ته وړاندې کړي. دې سره به افغانستان هغه تصویر چې یوازې د جګړو، وژنو، د نشه یي او انساني قاچاق ترجماني به یې کوله؛ تر ډېره تت شي.
ټاپي پروژه د مرکزي او سويلې آسيا هېوادونو تر منځ د اړیکو په رغونه او پراختیا کې بېسارې مرسته کولی شي. دا چې اسلامي امارت یوازې د روسیې فدراسیون لخوا په رسمیت پېژندل شوی، دا او ورته پروژې د اقتصادي ودې له مخې هېوادونه تعامل ته اړ ایستلی شي. خو په سیمه او په ځانګړي ډول د اوسني پاکستان په خاوره کې امنیتي اندېښنې او خوځښتونه د چارو پوهان اندېښمن کړي او په وینا یې ددغو خوځښتو او د ښکېلو هېوادونو ترمنځ خړې پړې اړیکې ددې سترې پروژې راتلونکی یو ځل بیا ګواښي. د چارو د پوهانو په اند، یوه ترینګلتیا چې سترګې پرې نه شي پټېدای، د ګډونکوونکو هېوادونو اوسنۍ ناندرۍ دي چې ښایي پر ګډ کار یې هم اغېزې څرګندې شي. د چارو د شنونکو پر باور، ددې پروژې په اړه بله ننګونه د اوسني پاکستان په خاوره کې امنیتي اړودوړ دی چې خدای مه کړه دا پروژه به ورسره اغېزمنه شي. په ځانګړي ډول په بلوچستان کې د بلوڅ ازادي غوښتونکو مرګوني یرغلونه او د حکومت پر وړاندې ودرېدل. له بلې خوا د کابل ـ اسلام اباد او نوي ډیلي ـ اسلام اباد ترمنځ اړیکې هم خړې پړې دي چې ددغو اړیکو څرنګوالی د دې پروژې پر راتلونکي نېغ په نېغه اغېز کوي.
#امیدراډيو

