د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس«KCNA» راپور ورکړی، چې دغه هېواد به د خپل حکومتي کارکوونکو ګوند ۹م کانګرس د فبرورۍ په وروستیو کې د پلازمېنې پیونګیانګ په ښار کې جوړ کړي.
راپور زیاتوي، یاد کانګرس د هېواد د کلنۍ سیاسي ستراتیژۍ د تشریح او د راتلونکو پالیسي موخو د ټاکلو لپاره یوه مهمه او ستره غونډه بلل کېږي.
د «KCNA» د معلوماتو له مخې، د کانګرس تر جوړېدو وړاندې د شمالي کوریا مشر «کم جونګ اون» یو شمېر پوځي او اقتصادي پروژې، لکه د کروز توغندیو د ازموینې مرکز او د لویو شنو خونو فارمونه لیدلي، څو د حکومت لاسته راوړنې او د ملي پالیسیو پرمختګونه نندارې ته وړاندې کړي.

