د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو مرستیال، مولوي محمد زاهد احمدزي او د افغانستان لپاره د کار نړیوال سازمان رییس «ټیټيهبیاکاري» د دواړو لوریو پر منظمې همغږۍ خبرې کړې دي.
د دغه وزارت په اېکسپاڼه لیکل شوي چې په دې کتنه کې د کاري اړیکو پر پراختیا، د کاري فرصتونو د رامنځتهکولو او د کارګرانو او کارکوونکو د حقونو د خوندیتوب پر څرنګوالي خبرې شوې دي.
په کتنه کې د کار چارو مرستیال ویلي چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له همکارو ادارو سره په همغږۍ ملي او نړیوالو معیارونو ته په کتو د اغېزمن ګامونو اوچتولو هڅې کوي.
نوموړي همداراز له «ټیټيهبیاکاري» څخه د کار او ټولنیزو چارو وزارت اصولو ته په پاملرنې او له دوی سره په همغږۍ د همکاریو د پراختیا غوښتنه کړې ده. سرچینې لیکلي چې بلخوا په افغانستان کې د کار نړیوال سازمان رییس، ټیټي هیباکاري په بېلابېلو برخو کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت فعالیتونه ستایلي او د یاد سازمان د فعالیتونو، لاستهراوړنو او پروګرامونو په اړه یې د معلوماتو شریکولو ترڅنګ د کارګرانو د حقوقو پر خوندیتوب، خوندي کاري شرایطو برابرولو او ټولنیز عدالت ټینګار کړی دی.

