ډېر لوستل شوي

د ایران او امریکا غیرمستقیم مذاکرات؛ د سنتکام قوماندان د دروازې مخې ته ودرول شوی

د ایران د همدان استازي په مجلس کې ویلي، په مسقط کې د وروستیو مذاکراتو پر مهال د ایران د بهرنیو چارو وزیر د امریکا د سنتکام قوماندان شاوخوا ۲۰ دقیقې د دروازې مخې ته ودرولوی و.

حمیدرضا حاجي بابايي په یوه ټلوېزیوني مرکه کې ويلي، چې یاد لیدنه د عمان په پلازمېنه کې د ایران او امریکا د پلاوو ترمنځ ترسره شوې او د امریکا د مرکزي قوماندان شتون هم په ځای کې ثبت شوی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند عباس عراقچي له دې څرګندونو ورورسته ويلي، چې د امریکا دریاسالار برد کوپر د خپل ناو د لیدنې لپاره راغلی و او د معمول ادب او تعامل په لړ کې د حضور اجازه غوښتل شوې، خو ایران په دې برخه کې «کلک مخالفت» کړی دی. د یادونې وړ ده چې دا مذاکرات د ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته د ایران او امریکا ترمنځ د لومړي ځل لپاره غیرمستقیم او د عمان د لوړپوړو چارواکو په منځګړیتوب ترسره شوي، خو لا معلومه نه ده چې د قوماندان د دروازې مخکې ودرولو قضیه په کوم ځانګړي لیدنه کې شوې ده.

اړوند خبرونه