ډېر لوستل شوي

د افغانستان او سعودي عربستان ګډ اقتصادي کمېسیون بېرته فعالېږي

د مالیې وزارت خبر ورکړی، چې اقتصادي کمېسيون د پرېکړې او د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم له مخې د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ د ګډ اقتصادي همکاریو کمېسیون بېرته فعالېږي.

ماليې وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د ياد وزارت په مشرۍ د وزارتونو، امارتي ادارو او خصوصي سکتور استازي د افغانستان او سعودي عربستان د ګډ اقتصادي همکاریو کمېسیون د غړو په توګه ټاکل شوي دي.

په همدې تړاو د افغان لوري غړو په مالیې وزارت کې خپله لومړنۍ ناسته کړې، چې پکې د کمېسیون د فعالیتونو او متقابلو همکاریو پر څرنګوالي خبرې شوې دي.

چارواکو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو مخینه ارزولې او د دوه‌اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا پر اهمیت یې ټینګار کړی دی.

خبرپاڼه کې راغلي، په دې ناسته کې پرېکړه شوې چې د ګډ اقتصادي کمېسیون د غونډې د جوړېدو لپاره د کورنیو ادارو او خصوصي سکتور ترمنځ لازمې همغږۍ چمتو شي.

د ويلو ده، په دې ناسته کې د کار او ټولنیزو چارو وزیر ملا عبدالمنان عمري، د مالیې وزارت د پالیسۍ مرستيال انجنير سلطان محمد زبیر، د اطلاعاتو او کلتور وزارت مالي او اداري مرستيال مولوي قدرت‌الله جمال او د اړوندو وزارتونو او خصوصي سکتور استازو ګډون کړی وو.

اړوند خبرونه