ډېر لوستل شوي

د کانونو او پټرولیم وزارت له جرمني شرکت سره د پانګونې په اړه خبرې کړې

د کانونو او پټرولیم وزارت د مقام دفتر عمومي رييس معراج محمد معراج د جرمني د «روک ګرین انټرنېشنل» شرکت له رييس او مل پلاوي سره لیدلي او د هېواد د کانونو د پانګونې په اړه یې خبرې کړې دي.

ياد وزارت وايي، د دې شرکت رييس په افغانستان کې د معدني سرچینو د پانګونې فرصتونو ته په اشارې د نفت او ګازو د استخراج او پروسس، جامدو او فلزي کانونو په برخه کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې او ویلي یې دي چې د نړیوالو پانګوالو د جذب هڅه کوي.

بل‌خوا د کانونو او پټرولیم وزارت د مقام د دفتر عمومي رييس د یاد شرکت د لېوالتیا هرکلی کړی او ویلي یې دي چې افغانستان د کانونو له پلوه بډایه هېواد دی او وزارت چمتو دی چې د پانګونې لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

دا په داسې مهال ده، چې د ياد وزارت د پاليسۍ او پروګرامونو مرستيال عبدالرحمن قانت تېره ورځ د ايران د نفت وزارت له مرستيال سيد علي موسوي په کابل کې د ايران سفير علي‌رضا بېکدلي او مل پلاوي سره کتلي دي.

اړوند خبرونه